تبصره:

کابل  باخترد  وري  دمياشتې  ٣١ :
د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په خپلې وروستۍ راډيويي وينا کې له مهم ټکي سره اړيکې ونيولې چې رعايتول يې کولاى شي د دې هيواد د او سيدونکو روغتيا، امنيت او په پاى کې ژوندتضمين کړي.
دباخترآژانس مبصرليکي: د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي په خپلې وروستۍ راډيويي وينا کې په خپل سر د درملو کارول د خپلوخبرو محور وګرځاوه.
ده په ډاګه کړه چې د ډا کترانو له سلامشورې پرته، د درملوکارول زموږ او زموږ د ماشومانو روغتياته خطرونه متوجه کولاى شي. په خپل سر دغه شان درملنې د ډاکتر له سلا مشورې پرته د درملو کارول، ډير خطرناک کار دى، کيداى شي انسان په تېره بيا ماشومانو او اميد وارو ښځو ته زيات جانبي عوارض ولري. آن په ځينو مواردوکې خطر يې د ناروغانو ژوندګواښوي.
حامدکرزي په خپلې دغې وينا کې مشخصې لارښوونې لري. ده له هيوادوالو څخه وغوښتل چې دځان او خپلو بچيانو د سلامتيا د ساتنې په خا طر دې په خپل سر د در ملو له اخيستلو او کارولو څخه ډډه وکړي.
دغه راز د درملتونونوخاوندانو ته يې لار ښوونه وکړه چې له نسخې پرته درملو له اجراکولو څخه دې ډډه وکړي او دعامې روغتيا وزارت يې موظف کړچې په درملتونو نوکې له نسخې پرته درملو په نه پلورنې دڅارنې بهيرګړندي کړي .
په خپل سر د درملو په نه کارولو او درملتونونو له خوا له نسخې پرته درملو د نه اجراکولو په باب د حامدکرزي خبرې په داسې حال کې بيانيږي چې د افغانستان خلک زياتره په دوديزودرملنولاس پورې کوي او دغه ستونزه په لرې پرتوسيموپه هغو ځايونوکې چې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول؛ په ټيټه کچه کيدې او يا هيڅ نشته، زياته ليدل کيږي او زياتره ناروغان دهغو کسانو په سپارښتنه چې ځان طبيب بو لي، تداوي کيږي او يا دا چې کورنۍ په خپله د احتما لي ناروغيو د درملنې لپاره تيارى نيسي او يوه اندازه ډول ډول در مل ساتي او د اړتيا په وخت کې له لزوم ديد سره سم، ناروغانو ته سپارښتنه کوي چې په ځينو وختونوکې دغه شان درملنې د ناروغ د سرپه بيه تماميږي.
ستو نزه په دې کې ده چې زموږ زيات شمېر خلک آن هغه کسان چې په ښارونوکې ژوندکوى؛ په خپل سر د درملو په جانبي عوارضو خبر نه دي. په دوديزو درملنو لاس پورې کول او په ځينو  وختونوکې هم په ناوړو عادتونو او خرافاتو  لاس پورې کول د هيوادوالو ژوند ګواښوي او په دغه شان حالاتوکې يواځې د غوږ ايښودل کافي نه دى؟
بايد په خپل سر د درملو د کارولو په زيانونو او ناوړوعواقبو د خلکو د پوهولوپه مقصد جدي ګام واخلو او په دې لاره کې ډول ډول پروګرامونو په عملي کولو لاس پورې کړو. له ټولو څخه مهمه دا چې د عامې روغتيا وزارت دې بايد د درملتونونو فعاليت زيات ترڅارنې لا ندې ونيسې او د دې ترڅنګ له نسخې پرته د درملو ورکول په درملتونونوکې په يو حتمي کار بدل کړي؛ هلې ځلې وکړي چې په بازار کې د درملو د پلورنې او هغه هم د غير مسلکي کسانو له خوا چې آن سواد هم نه لري؛ په کوڅو او سړکونوکې مخه ونيسي.
لا تر او سه پورې په درملتونونوکې د فارمسست يا د درمل جوړونکى د نه شتون ستونزه يوه جدي او سخته ستونزه ده او دعامې رو غتيا وزارت په دې نه دى بريالى شوى چې دغه ستونزه حل کړي.
دغه را ز په هيوادکې د درملتونونوکميت په غير معياري ډول د پراختيا په حال کې دى چې دا په خپله کيداى شي د کار دګډوډى سبب شي او د درملتونونو د کار د څارنې بهيرله خنډ سره مخامخ کړي.
په هيوادکې د درملو د تو ليد، واردولو او پلورنې  ميکانيزم ته دقيق شي، د عامې روغتيا وزارت ترڅنګ رسنۍ هم اخلاقي مکلفيت لري چې په خپل سر د درملو د کارولو په جانبي عوارضو خلک خبر کړي.
دغه راز د جوماتونو ملاامامان اوخطيبان دې دمنبرونوله لارې چې زموږ د خلکو په ژوندانه او روان باندې اغيزمن ځايونه دي؛ هلې ځلې وکړي چې دغه ستونزه په ګوته کړي او خلک دې ته اړ باسي چې له دې کار سره ځآن عيارکړي چې د ځان او د خپلو بچيانو د ژوندانه د ساتنې په مقصد دې په خپل سر د درملو له کارولوڅخه ډډه وکړي او دوديزه اوغيرمعياري درملنه پاى ته ورسوي .
د درملو پيرودنه او پلورنه او په خپل سر د درملوکارول زموږ په هيوادکې له ټولنيزو ستونزوڅخه يوه ستونزه ده چې له منځه وړل يې په ملي کچه ګډ کار او تحرک ته اړتيا لري زموږ خلک بايد په دې لاره کې له اړوندو مرکزونو سره مرسته او همکاري وکړي چې يوه رو غه ټولنه  زموږ په برخه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته