خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل/ د غوايي٢١مه/ باختر

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کوي چې بهرنیان باید په افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ ونه کړي.

د باختر آژانس مبصر ليکي؛ د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پرون د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلوسن سره د کتنې پرمهال وویل: “بهرنیان باید په افغانستان کې د هيڅ کومې وسله والې ډلې ملاتړ ونه کړي. ”

نوموړي وويل: که څه هم د خبرو دروازې د ټولو مخالفينو پرمخ پرانيستې دي؛ خو ټينګار يې وکړ چې د دوحې د تړون له مخې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته کوم ګواښ رامنځته شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په محدودو برخو کې د کوچنیو پوځي ډلو د خوځښت اوازې اورېدل کېږي؛ خو د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد دغه اوازې رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختو کې يو شمېر وسله والو ډلو په بېلابېلو نومونو خپل شتون اعلام کړى او د اسلامي امارت پر وړاندې يې تش په نامه وسله واله جګړه پيل کړې ده.

دغو ډلو ويلي چې دوى کوچنۍ وسله والې ډلې دي او زياترو يې په تولنيزو شبکو او رسنيو کې ځانونه څرګند  کړي.

 

په داسې حال کې چې افغانستان له جګړې او نا امنۍ څخه راوتلی دی، تش په  نامه د مقاومت ډلو جوړولو هڅې یوازې د هغو کسانو تبلیغاتي حرکت دی چې تر پرون پورې یې په هېواد کې د رهبرۍ او واک ادعاوې کولې او اوس له هېواده بهر تښتيدلي او له سفر او سیاحت پرته بل څه نه لري او نه هم څه کولای شي.

په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د دوی تبلیغات، مجازي غونډې، یو شمېر هېوادونو ته رسمي سفرونه اوسمبولیکې غونډې نه شي کولای د جګړې په ډګر کې وضعیت بدل کړي، نه یوازې دا چې دغه کوچنۍ ډلې نه شي ملي کیدای، بلکې دوی مشهورې هم نه دي.

په نړیوال ډګر کې هم ټولې نړۍ په افغاني ټولنه کې د اسلامي امارت نفوذ او د سیمې د ثبات په تامین کې د هغه اغیزمن رول درک کړی دی او دا له امکان نه لرې ده چې د هغو کوچنيو ډلو ملاتړ وکړي چې د حرکت او جګړې منطق یې اقلیمي شرایطو  پورې تړلی دی او د دوی په بریا په هیڅ ډول باورنه شي کيداى .

له همدې امله د افغانستان او سیمې شاوخوا هېوادونو له هېڅ یوې نوې جوړې شوې پوځي ډلې څخه چې  روښانه هویت او د کار وړ اجنډا نه لري، ملاتړ نه دی اعلام کړی او که د امارت کوم مخالف هیواد وغواړي له دغو ماتې خوړلو هويتونو سره د استخباراتي ادارو او یا  مافیا له لارې په پټه اړيکه  ونیسي، دا به لکه د هغو هوايي ډزو په شان وي چې هیڅکله به لاسته راوړنه ونه لري، ځکه چې په لومړي ګام کې د افغانستان خلکو جګړه رد کړې او په بل ګام کې به اسلامي امارت هيچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې وضعیت بدل کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته