خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل، د غوايي١٨مه، باختر

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، پرون د افغانستان شيعه علماوو د شورا له استازو سره وکتل، د دې کتنې موخه د حکومت او شیعه ټولنې تر منځ د  اړیکو ټینګښت بلل شوې ده.

د باختراژانس مبصرليکي؛ افغانستان یو ښه توکمیز تنوع لرونکی هېواد دی او د ملي

یووالي تر سیوري لاندې د ګډ ژوند ښه بېلګه ده،  د نورو هېوادونو په  څېر  لکه د

ګاونډیو هېوادونو په څېر، افغانستان هېڅکله د توکمیز تاوتریخوالي شاهد نه دی او په دغه هېواد کې هېڅ ډول شخړه قومي اړخ نه لري.

دا په داسې حال کې  ده چې  د روژې په  مبارکه میاشت کې په هیواد کې د څو تروریستي بریدونو په  ترڅ کې زموږ یو شمېر شیعه  هېوادوال په  نښه شول،              دا د دې ښکارندويي کوي چې مرموز او پټ لاسونه هڅه کوي د دې هېواد د اوسېدونکو ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کړي. په داسې حال کې چې اسلامي امارت د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ډګر کې د ټولو قومونو ملي یووالی او فعال حضور یو اصل ګڼلی او د لاسته راوړلو لپاره یې هلې ځلې کړي او هېڅکله به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خلک د قومونو او مذهب په وسیله په نښه شي.

د همدي اصل له مخې دى چې  له امارت  سره  د هېواد  د بېلابېلو ټولنو د تعامل او همکارۍ  دوام لري او د افغانستان ټول خلک پرته له دې چې مذهبي او قومي تړاونه ولري، جګړه ردوي.

د افغانستان خلک متفق دي چې یووالی، او پیوستون د ملي موخو او ارمانونو د ترلاسه کولو او د شخړو، او کړاوونو د مخنیوي لپاره د ګډو فعالیتونو لامل ګرځي.

د افغانستان ټولنه یوه متنوع ټولنه  ده چې یو ځانګړی ټولنیز او فرهنګي هویت لري او زيات تمدنونه يې تجربه کړي او شاته یې پرې ایښي دي،  دوی سوله ییزه همغږۍ رامنځته کړې، زموږ خلک په دې پوه شوي چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو یووالي دغه هېواد ته یو واحد هویت ورکړی او دغه هویت د دوی د یووالي او بقا لامل شوی او د دوی بقا باید په یووالي کې وي.

اسلامي امارت ملي او ټولنیز یووالي او پيوستون په حکومت کې د سیاسي او ټولنیز واک ستنې ګڼي او په هېواد کې د قومونو او مذهبونو د لازیاتې یووالي لپاره هلې ځلې کوي او په دې برخه کې د ولس باور له ځان سره لري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته