تبصره

 کابل/ د وري١٤ مه / باختر

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د زیاتو مالي مرستو ژمنه وکړه اسلامي امارت د دغو مرستو هرکلی وکړ او ټينګار یې کړی چې یادې مرستې دې د دولتی بنسټونو له لارې مصرف شي.

د باختراژانس مبصرليکي: په وروستۍ غونډه کې چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د درېیو هېوادونو بریټانیا، آلمان او قطر په کوربه توب جوړه شوې وه ګډون کوونکو هېوادونو د افغانستان د اقتصادي د ودې لپاره نوې مالي ژمنې وکړې.

که څه هم ملګرو ملتونو ۴،۴ ملیاردو  ډالرو غوښتنه کړې وه  او دا یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بېړنیو مرستو یوه برخه اعلام کړې وه؛ خو ګډونوالو یوازې د ٢،۴ ملیاردو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

خو د جنیوا په وروستۍ غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو تازه ژمنې ښیي چې دوی افغانستان هېر کړی نه دی.

د افغانستان اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د نویو مالي ژمنو هرکلی کوي، او د هېواد د دولتي بنسټونو له لارې یې د مصرف غوښتنه کړې،

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند وغوښتل چې نړیواله ټولنه  به له سیاسي مسایلو پرته له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه: ” که چېرې دغه مرستې له دولتي بنسټونو سره په همغږۍ ترسره شي،  ګټه به یې ډېره وي.”

که د تېرې اوونۍ په بهير کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستو ته وګورو،

د افغانستان ولس سره د مرستو په نامه زياتې پیسې راټولې شوې دي، خو د افغانانو په ژوند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی،  يوازې د تېرکال کب مياشتې پورې په افغانستان کې د بشري مرستو په نامه څه د پاسه ۲ میلیارده ډالره لګول شوي، خو په افغانستان کې د بې وزلۍ د ستونزې په حل کې کوم بدلون نه دی راغلی.

زياتره نړیوال سازمانونه او بنسټونه اسلامي امارت په رسمیت نه پيژني او همدا لامل دی چې مرسته شوې پیسې مستقیماً اسلامي امارت ته نه ورکول کېږي،  دلته دلیل دا دی چې نړیواله ټولنه د بشردوستانه مرستو او سیاسي مسایلو ترمنځ توپیر نه کوي،            دا دواړه سره نښلوي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت ټینګار کوي چې بشري مسایل باید له سیاسي مسایلو څخه لرې شي،  نړیوالې ټولنې تل د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کړی او که د دوی مرستې د افغانستان د ملي بنسټونو له لارې همغږې شي،    د دې مرستو زياته برخه نه ضایع کېږي،  په داسې حال کې چې د غیر دولتي موسسو اداري او لوژستیکي لګښتونه زيات  دي،  او بل دا چې د یادوو موسسو له لوري د افغانستان خلکو په نامه پیسې راټولې شوې او دوی هېڅ ادارې ته ځواب ویونکي نه دي.

اسلامي امارت توانېدلی چې په دولتي ادارو کې د فساد ستونزه حل کړي او نړیواله ټولنه نور نه شي کولاى په افغانستان کې د فساد په اړه  اندېښنه ولري.

د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ملي بنسټونو له لارې د بهرنیو مرستو مصرف کولای شي په هېواد کې نغدي ستونزه تر یوه حده راکمه کړي.

د نړیوالې ټولنې لپاره غوره دا ده چې د مرستو د برابرولو او د ژمنو شویو مرستو د مدیریت په برخه کې  په افغانستان کې له حکومتي بنسټونو سره همغږي شي تر څو د افغانستان د خلکو په ژوند کې بدلون راشي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته