سیاست

تبصره

کابل باختر د سلواغي اتمه
په داسې حال کې چې په هيواد کې  دجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کولو ته يو کال او څو مياشتې پاتي دي او دهغو دترسره کولو په نسبت ناوړې خبري کېږي ، افغان مقامات په دې کار ټينګار کوي چې انتخابات به په مطلوب او شفاف ډول او له بهرنيو لاس وهنو پرته ترسره شي .
دباختر اژانس مبصر ليکي دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو پروګرام د١٣٩٣ کال په پسرلۍ کې جوړ شوي دي دانتخاباتو دقانون طرحه ملي شورا ته ليږل شوې وه او ددغې ملي پيښې لپاره  مقدماتي تدبيرونه نيول شوي دي .
  سره له دې چې دهيواد دجمهور رييس په ګډون جګپوړري افغان مقامات په شفاف اومطلوب  ډول اوله تقلب  څخه لري دانتخاباتو په ترسره کولو باندې ټينګار کوي دانتخاباتو د ترسره کولو په نسبت ناوړې خبرې شته چې کولاي شي ذهنيتونه مغشوش کړي او له  ٢٠١٤ کال وروسته دحالت دزيات خرابوالې دزمزمي  ترڅنګ په خلکو يوه بله  رواني جګړه وتپي ، او داځلې خلک  په تحريف شويو خبرو سره چې ګڼې انتخابات به رڼي نه وي او له پراخ  تقلب سره  به مخامخ شي هدف اخلي چې ددوي روح لاپسي ستړي کړي . 
په دې ترڅ کې دامريکا دبهرنيو چارو وزارت دکانديد جان کېري وروستۍ خبري دغور وړ دي .
کېداى شي هغه دجمهوري رياست دتيرو انتخاباتو دچلنجونو يادونه وکړي او په هيواد کې دراتلونکې انتخاباتو دشفافيت او هراړخيز والې په نسبت يې خپل شک او ترديد بيان کړي دي . 
سياسي کارپوهان دغه شان څرګندونې په افغانستان کې په حکومتي ټولنو دفشار بله بڼه بولي او ټاکلي کړي غواړي چې په دې ترتيب امتياز ترلاسه کړي .
دجان کېري خبري دافغانستان دسياسي ګوندونو او ائتلافونو دهمکاري دشورا له غونډې سره جوختي دي .
دغې شورا هم دجمهوري رياست دراتلونکو انتخاباتودڅرنګوالې په نسبت انديښنه څرګنده کړې ده .
په دغو خبرو کې مهم ټکې په دې کې نغښتي دي چې تورونو او انديښنې دکوم چلند له وړاندې کولو پرته څرګنديږي او په هغو کې يوازي شخصي اوګروهي سليقي منعکسي کېږي .
په داسې حال کې چې دافغانستان  خلک دجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کول يوه ملي پيښه بولي چې په دې ترتيب به دافغانستان دخلکو برخليک دسياسي او ټولنيز ژوندانه يوبل فصل ته ورسوي .
دافغانستان خلکو او اړوندو مرکزونو په تيرو يوولسو کلونوکې دجمهوري رياست دانتخاباتو دوه پړاونه او په همدي ترتيب دملي شورا او دولايتي شوراګانو انتخابات ترسره کړل له هغو څخه يې زياتي تجربې ترلاسه کړي دي او په همدي حال کې په ناوړو نيتونو او غرضونو هم خبر دي .
له شک پرته دجمهوري رياست راتلونکې انتخابات به  دهمدغو تجربو او دقانون دحکمونو په رڼا کې ترسره شي .
دغه راز د جمهور رييس کرزي  په ګډون  افغان مقاماتو په دې کار ټينګار کړي دي چې دغه انتخابات په مطلوب  او مسوولانه ډول او له سياسي کړکېچونو پرته او په بشپړ شفافيت سره  ترسره  کېږي او راتلونکې جمهور رييس ته دقدرت ليږدونه مسوولانه دي .
  سره له دې چې افغان دولت او مرکزونه د جمهوري رياست دراتلونکو  انتخاباتو دترسره کولو په نسبت څرګنده ژمنه لري او شفافيت يې حتمي بللي دي ، خو په دې ملي بهير کې دبهرني لاسوهنې له امله انديښنې شته چې دانتخاباتو جنجالي خبري کېداى شي همدغه ټکې وي خو دجمهوري رياست دويندوى وروستۍ خبري چې وايي دافغانستان  دولت هيڅ بهرني کړي ته اجازه نه ورکوي چې دانتخاباتو په بهير کې ګوټي ووهي  چې کولاي شي دغه انديښني کمي کړي .
دجمهوري رياست ويندوي زياتوي چې حامدکرزي دامريکا متحده ايالاتو ته په خپل وروستۍ سفر کې په صراحت سره ويلي  دي چې هيڅ بهرني هيواد اويا سازمان ته اجازه نه ورکوي چې د انتخاپاتو په بهير کې ګوتي ووهي .
په همدي ترتيب جمهور رييس دانتخاباتو په افغانيوالې ټينګار کوي چې کېداى شي يو ښه خبر وي .
دافغانستان خلک په دې کار عقيده لري چې نړيوال دوستان اوپه هيواد کې سياسي فعالين دانديښنې  دڅرګندولو او دتورونو دلګولو پرځاى دقيق کاري چلندونه  غوره کړي . او ددغه بهير دقانونمند تحقق په مقصد دتحريف شويو او له غرض ډکو خبرو پرځاى  فعاله او هدفمنده  همکاري وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته