کابل باختردمرغومي دمياشتې ٢٧ :
د افغانستان دملي بودجې له لارې له دغه هېواد سره د امريکا د مرستو د يوې برخې د لګولو په باب د امريکا د متحده ايالاتو د دولت موافقه کيداى شي د افغانستان د دولت هغې بلنې ته مثبت ځواب وي چې تينګار کوي بهرني مرستې دې ددغه دولت د رسمي مرکزونو له لارې ولګول شي .
دباخترا ژانس مبصرليکي : په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره مرستندويو هېوادونو د خپلو هغو مرستو زياته برخه چې د افغانستان له خلکوسره يې کړي دي؛ په ځان پورې اړوندو انجوګانو او موسسو له لاري لګولي دي او د افغانستان دولت ددغو مرستو په لګولو او د دغو انجوګانو اوموسسو په پروژې جوړولوکې دومره رول نه درلود.
دا کار د دې سبب شو چې له يوې خوا د افغانستان د بياجوړولو بهيرله خنډسره مخامخ شي او له بله پلوه په هېواد کې کاري او د ظرفيت جوړولو لومړيتوبونه تشخيص نه شي او په افغانستان کې د بياجوړولو او د حکومت د ستنو د ټينګښت بهيرله خنډونوسره مخامخ شي.
د افغانستان دولت په وروستيو کلونو کې تل په دې کار ټينګار کړى دى چې د افغانستان دبياجوړولو لپاره دبهرنيو هېوادونو پيسې د افغانستان د دولت له لارې ولګول شي .
داکار نه يواځې په هېواد کې دچارو دګډوډى مخه نيسي، بلکې د مهمو پروژو دجوړولو لپاره زمينه برابروي چې تحقق به يې په شفافيت سره ترسره شي؛ ځکه د دولت په دستګاه کې څارونکي ، پلټوونکي اوڅيړونکي مرکزونه شته او دولت کولاى شي د دغه شان لګښتونو په وړاندې ځواب ووايي.
په داسي حال کې چې بهرني موسسې او انجوګانې د دولتي او نړيوالو مراجعو په وړاندې ځان مسوول اوځواب ورکوونکي نه بولي؛ بلکې د هغوى کارونه ترسره کوي او زياتره هغه پروژې چي د انجوګانو اوموسسو له خوا ترسره شوې دي؛ لازم اغيزمنتوب نه لري، خو د افغانستان د ماليې وزير ځيني خًبرې لري چې کيداى شي له هيلو ډکې وي.
د افغانستان دکابينې دغه غړى چې د امريکا متحده ايالاتو ته د حامدکرزي په وروستي سفرکې له ده سره ملګرتيا کوله، وايي چې امريکايي مقاماتو موافقه وکړه چې له دې وروسته دې د امريکا دمتحده ايالاتو نيمايي مرستې د افغانستان دملي بودجې له لارې ولګول شي.
دغه راز له دې وروسته به په افغانستان کې د عمراني پروژو د تدارکاتو او پړاويز د بشپړولو مسووليت او مديريت د دولت په غاړه وي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونوکې د امريکا د متحده ايالاتو په ګډون، د بهرنيو هېوادونو په سلو کې لس مرستې د افغانستان د دولت د رسمي مرکزونو له لارې لګول کيدې.
د توکيو د کنفرانس برخه والو چې تېرکال له افغانستان سره د اقتصادي مرستو د دوام په اړوند جوړشو ، هم ټينکارکړى دى چې له افغانستان سره د مرستې د پيسو زياته برخه دې بايد د دولتي مراجعو له لارې ولګول شي، خوپريکړه يې د زمانې په تېرېدو سرره دومره عملي نه شوه، خو افغان مقامات وايي:
ټاکل شوې ده تردوو مياشتو پورې له افغانستان سره دبهرنيو مرستو دلګښت اوپه مشخصه توګه د امريکا د مرستو د لګښتونو د څرنګوالې په باب دخبرو په مقصد يوه غونډه جوړه شي چې يو دقيق لګښتې ميکانيزم رامنځته شي.
په هيوادکې سياسي کارپوهان د امريکايي مقاماتو وروستى موافقه ارزښتناکه بولي او په دې باور دي چې د افغانستان د حکومت د رسمي مرکزونو له لارې دبهرنيومرستو لګښت دمرکزي واکمنۍ د پراختيا او ټينګښت، د ملي ظرفيت د لوړولو او په هېوادکې د ښوکاري امکاناتو د برابرېديو سبب کيږي او د اداري فساد په کمښت کې چې په عمده توګه بهرني عوامل لري، اغيزمن شي.
دغه راز دافغانستان دولت ته دا فرصت برابروي چې خپل لومړيتوبونه طرحه کړي اوپه هېوادکې د بيا جوړولو چارې اوعمراني کارونه همغږ کړي اوپه پاى کې يوې مطلوبې اوښې حکومتوالى ته ورسيږي .
1 2 دقیقې لوستل