تبصره :
کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت د يو ميکانيزم له مخې، دبهرنيو تاسيساتو د ترلاسه کولوپه مقصد کار کوي او په دې کار ټينګار کوي چې دغه پروګرام دې بايد په يوټاکلى چوکاټ کې عملي شي .
دباختر اژانس مبصر ليکي: له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو د وتلو پروګرام د ٢٠١٤ ميلادي کال تر وروستيو وختو پورې جوړ شوى دى .
بهرنيو ځواکونو په افغانستان کې دخپلې يوولس کلنې استوګنې په بهيرکې د يو زيات شمېر پوځي تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړ.
ځينې دغه تاسيسات په ښارونوکې او يو شمېر هم په لرې پرتو سيموکې دي چې دهيواد امنيتي او دفاعي مرکزونو ته د هغوى سپارل کولاى شي تر يوې اندازې پورې دملي اردواو پوليسو اړتيا وې لرې کړي .
سره له دې چې په افغانستان کې د ناټو او د ائتلاف ځواکونو تراوسه پورې دا نه ده مشخصه کړې چې په افغانستان کې څومره پوځي تاسيسات لري؛ خو د هيواد امنيتي مسوولينو تاييدکړې ده چې تراوسه پورې يې د بهرنيوځواکونو ١٠٤بيزونه او پوځي تاسيسات افغانانو ته سپارلې دي او دغه بهير دوام لري .
دلته مهمه خبره ددغو تاسيساتو ظرفيت ، اغيزمنتوب او په پاى کې دهغو دساتنې څرنګوالې دي.
افغانانو ته دبهرنيو ځواکونو دپوځي تاسيساتو سپارل اوس زيات اسانه شوي دي؛
په داسې حال کې چې ځينې دغه اډې او تاسيسات په لنډ مهال ډول جوړ شوي دي چې دبهرنيو ځواکو له خوا په څو کلنې استفادې سره دخپل استهلاک دوره وهلې ده چې سپارل يې افغانانوته دومره ګټه نه لري،لکه څنګه چې دباميانو ولايت مقامات له هغه وروسته چې په دغه ولايت کې دميشتو بهرنيو ځواکونو دمسوولينو له خوا دڅو پوځي تاسيساتو له سپارلو وروسته خبر شول او ټاکل شوې وه چې له هغو څخه دښوونځى په توګه کار واخيستل شي .
دغه تاسيسات يې زاړه او له کاره وتلې وليدل چې په راتلوونکې کې له هغوى څخه د استفادې امکان نه و.
له بلې خوا، داسې خبرې کيږي چې ګڼې بهرنيو ځواکونو خپل يو شمېر پوځي تاسيسات او قرارګاوې د ولايتونو له مرکزونو څخه د لرې والې، د خطرناک جغرافيايي موقعيت په ګډون، په دلايلو او يا هم په دې دليل چې افغان امنيتي ځواکونه له دغو تاسيساتو څخه د استفادې په تکنالوژي بلدتيا نه لري؛ د هغو په ويجاړولو لاس پورې کړ.
سره له دې چې په دې اړوند سمې خبرې نه دې ترلاسه شوي، خو دغه ټکى د غور وړ دى. نړيواله ټولنه چې په افغانستان کې خپل شتون دخپلو پوځيانو په شتون کې تمثيلوي؛ په دې کار ژمن دي چې افغان امنيتي ځواکونه سمبالوي.
دپوځي تاسيساتو سپارل کيداى شي ددغه پروګرام يوه برخه وي؛ خو دا ټکى بايد هير نه شي چې افغان امنيتي ځواکونه هغو تاسيساتو ته اړتيا لري چې د استفادې وړ وي .
افغان امنيتي ځواکونو د امنيتي مسووليتونو د سپارلو د پروګرام په چوکات کې تر اوسه پورې ددغه پروګرام درې پړاونه په برياليتوب سره ترسره کړي دي .
او دڅلورم پړاو دع ملي کولو لپاره تياري نيسي .
دوى دخپل هيواد په ډېرو لرې پرتو سيمو، په تېره بيا په سرحدي سيموکې دخپلو دندو په اجرا کولو کې ژمن دي .
له دې امله ددغه شان تيارى او استقامت په شتون کې په لرې پرتوسيموکې دپوځي تاسيساتو او اډو سپارل کيداى شي د توجيه وړ وي او بايد ددغه شان تاسيساتو دسپارلو په نسبت په پلمو لاس پورې نه شي .
دغه راز له ځينو اډو څخه د استفادې، له تکنالوژي سره دافغان ځواکونو نه بلدتيا هم نه شي کيداى ددغو تاسيساتو د نه سپارلو لپاره دليل وي، ځکه نړيواله ټولنه په تېره بيا لويديځ هيوادونه چې ځان په مسوولانه ډول له افغانستان څخه په وتلو ژمن بولي او دافغان امنيتي ځواکونو د روزنې ژمنه يې کړې وه؛ بايد دافغان امنيتي ځواکونو د روزنې او له دغو تاسيساتو څخه داستفادې له تکنالوژي سره د هغوى د بلدولو په برخه کې کار وکړي.
له دې امله دهيواد دملي امنيت د شورا دغه پريکړه دقيقه ده چې دافغانستان حکومت ته د نړيوالو ځواکونو د تاسيساتو سپارل دې په يو ټاکلې چوکات کې ترسره شي؛ ځکه يو شمېر هيوادونه دخپلو پوځي تاسيساتو سپارل د افغانستان له خلکو سره د مرستو په لګولوکې بولي؛ په داسې حال کې چې زموږ خلک دخپل هيواد د امنيتي ځواکونو په هدفمندو او کاري سمبالولو باور لري .