تبصره:
کابل – باختر د مرغومې دوه لسمه :
افغانستان به په څو راتلوونکو ورځو کې په امنيتي برخه کې د يو بل بدلون ډګر وي.
د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې د پروګرام د څلورم پړاو عملي کول، په ځان د ډډې لګولو د هيواد د امنيتي مرکزونو يوه بله نښه نښانه بلل کيږي چې ډېر ژر به پيل شي.
دباختر آژانس مبصر ليکي: ټاکل شوې ده له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو د ليږدونې څلورم پړاو ته ورځو پورې په هيوادکې پيل شي.
تراوسه پورې ددغه پروګرام دوه پړاوونه چې په ١٣٨٨ کال کې دباميانو له ولايت څخه پيل شو، تطبيق شوى دى او دريم پړاو يې د بشپړېدو په حال کې دى.
د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې پروګرام له هغه وروسته طرحه او عملي شو چې د ناټو دغړو هيوادونو مشرانو د پرتګال په لزبن ښارکې په خپلې غونډه کې د٢٠١٤ ميلادي کال تر پايه پورې له افغانستان څخه ددغه سازمان دځواکونو په وتلو رايه ورکړه.
د ناټو د مشرانو دغه پريګړه د افغان مقاماتو له تاوده هرکلى سره مخامخ شواو دافغانستان دولت د يو چوکات په طرحه کولو سره د امنيتي مسووليتونو دمنلو لپاره چمتو شو .
دغه طرحه په داسې حال کې رامنځته شوه چې يو زيات شمېر بهرنيو هيوادونو او سياسي ټولنو له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان حالت له انديښنو ډک وباله او په دې نسبت بدبين و؛ خو په افغانستان کې مقاماتو له دغه هيواد څخه دبهرنيو هيوادونو وتل يو نيک فال وباله او د هيواد د حريم په دفاع او له امنيتي چلنجونو سره په مبارزه کې د افغان امنيتي ځواکونو په ځواکمنۍ باندې ټينګار وکړ او په دې اړوند يې خپل باور څرګند کړ.
دباميانو له ولايت څخه دامنيتي مسووليتونو دليږدونې پروګرام چې دهيواد يو آرام ولايت بلل کېده، پيل شو چې وروسته وروسته په دوو نورو پړاوونوکې دغه پروګرام يو شمېر نورو ولايتونو او سيمو ته چې نا امنې بلل کيدې؛ پراخ شو او نن دکونړ په ګډون، په يو شمېر ولايتونو کې هيڅ يو بهرني عسکر شتون نه لري او د قندهار، هلمند او ارزګان د ولايتونو زياترو برخو څخه د ناټوعسکر وتلي دي، خو په دغو سيموکې امنيت له هغه څه څخه څو برابره ښه دى چې بهرنيو عسکر وپکې شتون درلود.
د امنيتي مسووليتونو د سپارلو د پروګرام په چوکات کې و چې نن ټول شپې عمليات دملي اردو له ځانګړو افرادو سره په بشپړ برياليتوب سره ترسره کيږي .په داسې حال کې چې پخوا د بهرنيو عسکرو له خوا ددغه شان عملياتو ترسره کول دملکي وګړو د سر له زيانونو ، غبرګونونو او اعتراضونو سره يو ځاى و.
د زمانې تګلورې ثابته کړه چې دامنيتي مسووليتونو د ليږدونې پروګرام يو افغاني پروګرام دى چې په برياليتوب سره دملي ګټو په تګلورې کې يون کوي او کولاى شي ښه لرليد ولري.
ددغه پروګرام په څلورم پروګرام کې به هيواد ٥٢ اداري واحدونه په دغه پروګرام کې شامل شي چې ددغه پړاو په تطبيق سره د ٣١٢ اداري واحدونو امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي او په دې ترتيب به افغانستان په سلو کې ٨٧ جغرافيا د امنيتي مسووليتونو د سپارلو دپروګرام تر اغيزې لاندې راشي.
په داسې حال کې چې په دريم پړاو کې د افغانستان په سلو کې ٧٥ خاوره په دې پروګرام کې شامله شوې وه.
په څلورم پړاو کې دهيواد زياتره سرحدي سيمې چې له جنوب څخه دصادرو شويو تروريستانو له ګواښ سره مخامخې دي؛ ددغه پروګرام ترپوښښ لاندې به ونيول شي.
دملي اردو لوى درستيز جنرال شيدمحمد کريمي وايي چې دامنيتي مسووليتونو سپارلو د څلورم پړاو دپيل وخت دهيواد دجمهور رييس له خوا اعلاميږي او زياتره سرحدي سيمې، نا امنې سيمې او هغه سيمې پکې شامليږي چې دښمن په يو ډول نه يو ډول پکې نفوذ لري.
دامنيتي مسووليتونو منل د افغانستان دخلکو او دولت غوښتنه او اراده او يو نه په شا تلوونکي پروګرام دى او د هيواد امنيتي مرکزونه دهغو منلو ته چمتو دي اوله شک پرته ملموسې نتيجې به ولري.