تبصره
کابل باختر د لړم لسمه
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا دانتخاباتو دنټيې اعلام په دې باب ټول شک او ترديدونه پاى ته ورسول او داکار يې يقيني کړ چې په هيواد کې نوى رامنځته شوي دموکراسي به خپلې ودې ته دوام ورکړي.
دباختر اژانس مبصر ليکي، دانتخاباتو خپلواک کميسيون د ١٣٩٣ کال دوري دمياشتې ١٦ نيټه په هيواد کې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو ورځ اعلام کړې ده .
داپه داسې حال کې ده چې پخوا داوسني نظام سياسي مخالفينو او انتقادکوونکو په هيواد کې دانتخاباتو دترسره کولو په نسبت دشک او ترديد په سترګه کتل او په وار وار يې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت په چارواکو تور لګاوه چې ګڼې دجمهوري رياست دانتخاباتو دمخنيوي لپاره زمينه برابروي ، خو دانتخاباتو خپلواک کميسيون ديوې مشخصي نيټې په ټاکنې سره دغه شان شک او ترديدونه پاى ته ورسول.
ددغه کميسيون وروستي تصميم دسياست والو او دسياسي اپوزسيون له هرکلي سره مخامخ شو .
په هيواد کې دجمهوري رياست دانتخاباتو دريم پړاو چې ټاکل شوې ده د ١٣٩٣ کال دوري په مياشت کې ترسره شي له بيلابيلو اړخونو زموږ خلکو ته ارزښت لري .
انتخابات به په داسې حال کې ترسره شي چې بهرني ځواکونه هم په همدې کال کې دافغانستان له خاورې څخه ووځي او دهيواد دامنيتي چارو مسووليت به په مستقل ډول په افغان امنيتي مرکزونو پورې اړه پيداکړي .
هغه څه چې مهم او څرګنددي دانتخاباتو دترسره کولو څرنګوالي دى. ځکه دانتخاباتو دوه تير پړاونه له ځينو ستونزو او چلنجونو سره چې په عمده توګه د بهرنيو لاس وهنوزيږنده و، مخامخ و . له شک پرته دانتخاباتو خپلواک کميسيون دانتخاباتو دتيرو دوو دورو څخه زياتې تجربې ترلاسه کړي دي اوله دغو تجربو څخه په استفادې سره به داحتمالي ستونزو او چلنجونو لري کولو په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
دغه راز دکميسيون مسوولينو ويلي دي چې دشفافو او رڼو انتخاباتو دترسره کولو لپاره يې يو لړ تدبيرونه ترلاس لاندې نيولي دي چې يو يې درايو ورکوونکو دکارتونو بيا ثبت او په نښه کول دي بله مسئله دانتخاباتو دپولي لګښتونو تمويلول دي .
په هيواد کې دانتخاباتو په تيرو دوو دورو کې زياتې پيسې ولګيدې چې په عمده توکه دنړيوالې ټولنې له خوا تمويلې شوې خو اوس چارواکي وايي لکه څنګه چې دهيواد جمهور رييس ويلي دي تر زياتې اندازې پورې هلې ځلې کيږي چې انتخابات په يو مناسب لګښت سره ترسره شي .
چارواکي دهغو انتخاباتو دمالي تمويل په برخه کې دنړيوالې ټولنې په برخه کې دژمنو په پام کې نيولو سره چې په مخ کې يې دي وايي چې په دې باب به کومه ستونزه موجوده نه وي او ددغه کميسيون يوه اندازه پيسې دملګروملتودسازمان له پرمختيايي ادارې سره دي .
دغه راز مسوولين وايي چې دانتخاباتو دپروژې دعملي کولو په مقصد به له سترو مرستندويو موسسو سره هم اړيکې ونيول شي هغه مهمه ستونزه چې له نورو ستونزو څخه پورته ده نه يوازې دانتخاباتو په ورځ بلکې له هغې څخه مخکې او وروسته ورځو کې دامنيت دتامينولو مسئله ده .
دامنيت مسئله يو داسې کار دى چې دانتخاباتوپه کميسيون پورې اړه نه پيداکوي داامنيتي مرکزونه دي چې بايد په دې اړوند پاملرنه وکړي .
دملي اردو دلوى درستيز او دکورنيو چارووزارت دامنيتي معين په ګډون امنيتي چارواکي وايي چې دوى به په دې اړوند ځانګړي تدبيرونه ونيسي . او په دې لاره کې کار پيل شوي دي .
دوى په دې کار ټينګار کوي چې خلک دى بايددانتخاباتو په ورځو کې دامنيتي مسئلو په نسبت انديښنه ونه لري بلکې دغه بهير به په يو مناسب او دقيق جوړښت کې عملي شي .
دچارواکوژمنې ددې زيري ورکوي چې دجمهوري رياست انتخابات به په مناسبه امنيتي فضا کې او له بهرني لاس وهنې او له اداري نيمګړتيا او ګډودي پرته ترسره شي .