تبصره
کابل – باختر دتلې ١٧
يوشمير نړيوال مرکزونه چې اړيکې او کړه وړه يې له خاصو منابعو څخه سرچينه اخلي له يو شمير لويديځو رسنيو سره په لاس يو کولو کې په دې وروستيو وختو کې دافغانستان دخلکو پرخلاف په روانې چګړي لاس پورې کوى او هلې ځلې کوى چې دتحريف شويو خبرونو او اکاذيبو په خپرولو او له ځانه جوړوشويو رپوټونو په خپرلو سره موږ دخلکو روج ستړي کړي او د راتلوونکې په نسبت دبد بيني او بد ګوماني حس پکې ترويج کړي .
دباختر آزانس مبصر په دې اړوند ليکلي :ددغه شان افغاني ضد هلو ځلو په دوام په دې وروستيو وختو کې له بحران څخه د ژغورنې نړيوال سازمان چې مقريي په بروکسل کې دي له ځانه جوړ کړى شوى رپوټ ورکړى دي چې په هغه کې يې هلې ځلې کړى دي چې له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان بل ډول وښودل شي.
دغې ډلې په خپل رپوټ کې له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان حالات چې له دغه هيواد څخه دبهرنيو ځواکونو له وتلو سره جوخت دي له انيښنو ډک بللى دي ويلې يي دي چې حالات دبحران په لور روان دي او افغان امنيتى ځواکونه په مستقل ډول دامنيتي دندو دمسووليتو منلو ته چمتو نه دى او نورى خبرى.
هغه څه چې له بحران څخه دژغورنې ډلې درپوټ په توګه وړاندې کړى دي نوى خبرى نه دې له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان له پلوه انديښنې اوس په لويديځو رسنيو او ددغو هيوادونو په ځينو سياسي ټولنو کې دخبرو په محور بدلي شوى دي په داسې حال کې چې دافغانستان خلک او دهغه مشرتوب په نفس په اعتماد او له حالاتو څخه په ښه برداشت او په بشپړ درايت سره دبهرنيو ځواکونو دوتلو دټاکلې مودي رسيدوته سترګي په لاره دي په داسې حال کې چې يو شمير لويديځوال په افغانستان کې دحالاتو له امله انديښنه لري دلته افغانان دامنيتى دندو زيات مسووليت منلو ته چمتو کيږي په اوس وخت کې يې ددغه پروګرام دوه پړاوته تير کړى دي ،دريم پړاو يې د اجرا په حال کې دي او دامنيتي مسووليتو دسپارلو دڅلورم او پنځم پړاو داجرا کولو لپاره تيارى نيول شوى دي.او همدا اوس افغان امنيتي ځواکونه دهيواد په سلو کې دپنځه اويا خاورى دامنيت دتامينولو مسووليت په غاړه لري .دشپې له خوا عمليات ټول دافغانانو له خوا اجراکيږي او امنيتي ځواکونو دامنيت دتامينولو او دمرکزى واکمنى دپراختيا لپاره دپولى دلرى سيمو په ګډون په يو شمير ولايتونو کې عمليات پيل کړې دي چې په برياليتوب سره دوام لري نو انديښنه دڅه لپاره؟
دسياسي پوهانو په باور لويديځوال په دې کار متيقن دي چې افغان امنيتي ځواکونه ددې درايت او شهامت لري چې دهغو امنيتى چلنجونوپه وړاندې چې بهرني عوامل لري، ودريږي او دخپلو هيوادوالو لپاره دخوندي ژوندانه دفضا دفاع وکړي .
په افغانستان کې دبهرنيانو شتون يوه ناځاپي او زرتيريدونکى پديده ده يوولس کاله مخکې کله چې بهرنى ځواکونه په يو نړيوال تفاهم کې افغانستان ته راغلل دهغو دوتلو لپاره اټکل شتون درلود او داکار و چې دوى به دتل لپاره په افغانستان کې پاتې نه شي ځکه افغانانو په دې کار ټينګار کاوه چې دافغانستان ددفاع بهير په يو ملي بهير بدل شي او اوس دغه ارمان او مفکوره عملي کيږي هغه څه چې له بحران څخه وژغوري ډلي ويلې دي زياتره له ذهنيت جوړونو څخه سرچينه اخلى ځکه دغه شان مرکزونه او سازمانونه مستقل نه دي بلکې دهغو سلامشورو او الهام له مخې چې له بهر څخه يي ترلاسه کوى عمل کوي له دې پرته ولي په دغه هيواد کې حقايق چې کلونه کلونه سترو قدرتونو هوسونواو سياليو ښکارو .نه منعکس کيږي افغانستان يو داسې هيواد دي چې دبهرنيو ځواکونو له راتک څخه مخکې يي شتون درلود.هغه هيواد دي چې له بهر څخه دصادرشوي تروريزم په وړاندې په يواځې توب سره خو دايمان په قوت او په ملي مفکورى سره ودريد .له دې څخه مخکې دهغه پردې تيرۍ په وړاندې چې له شمالي پولو څخه يي په دغه هيواد يرغل کړى و مقاومت وکړ او په بشپړ يقين سره په افغانستان له ٢٠١٤ کال وروسته دبهرنيو ځواکونو په نه شتون کې دملي يو والې او وفاق په پناه کې هماغه شان کلک پاتې شى .
دافغانستان داسلامى جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزى وروستيو خبرو دافغانستان د راتلوونکى په باب روښانه پيغام وړاندې کړي دي.
په ټاکلى وخت دانتخاباتو په تر سره کولو او په هيواد کې په دايمې استوګنې باندې د ده ټينګار ددې کار څرګندوى دي چې افغانستان دثبات او ملي يو والې په لور پرمخ ځي .حامد کرزى په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه(( زموږ په هر ولايت کې چې له بهرنيو ځواکونو څخه زموږ ځواکونه دامنيتي مسووليتونو دليږدونې پروګرام عملي شوى ،هلته امنيت او ژوند ښه شوى دي.)) دغه خبري دهيواد دامنيتي ځواکونو په نسبت دباور او اعتماد زيږنده دي چې کيداى شي دستاينې او درک وړوى.
له بلې خوا په دې وروستيو وختو کې دناټو ځينو مقاماتو له افغانستان څخه دټاکلي مودې څخه مخکې وتلو په باب خبري کړى دي سره له دې چې دغه خبري ډير ژر دناټو دخبر ځايونو له خوا ردى شوى خو دافغانستان ددفاع وزارت مقاماتو اعلام وکړ که چيري بهرني ځواکونه دټاکلى مودې څخه مخکې ووځي دملي اردو ځواکونه دزياتو امنيتى دندو دمسووليتونو منلو ته چمتو دي او په دي لاره کې انديښنې نشته.
له بلې خوا دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هلري کلنتن په ګډون دلويديځو هيوادونو جګپوړو مقاماتو ټينګار کړى دي چې دوتلو بهير کرار کرار او له پروګرامو سره سم ترسره کيږي او دافغانستان امنيتي ځواکونه ديو ښه حالت په چوکات کې په خپل هيواد کې دامنيتي مسوولتيونو دمنلو په حال کې دي.
دبريتانيا صدراعظم ديويد کامرون هم دافغانستان په اردو او پوليسو کې دظرفيت جوړولو يادونه کړې ده او داکار يې د راتلوونکې لپاره له هيلو ډک بللي دي او له ٢٠١٤ کال څخه وروسته يې دافغانستان دحالت په نسبت خو شبيني څرګنده کړې ده.
افغان مقاماتو له بحران څخه دژغورنې ډلې د وروستۍ رپوټ د اړوند غبرګون وښوده او ټينګار يې کړي دي : دهيواد امنيتي ځواکونه په داسې حالت کې دي چې کولي شي دملي ارزښتونو او دملي ګټو دفاع وکړي .
لکه څنګه چې دجمهورى رياست دويندوى مرستيال حامد علمي له ٢٠١٤ کال وروسته دحکومت او پرځيدل بى بنسټه او اوتى بوتى بللي دي.
نو ښۀ به وي چې له بحران څخه دژغورنې ډله او هغې ته ورته دسازمانونه واقعيتونه درک کړى او دهغه ملت پرخلاف چې کلونه کلونه دنورو دګټو ښکار شوي دي اوله زياتو محروميتونو بي وزلۍ او دبهرنيو لاسوهنو له شتون سره لاتر اوسه پورې هم په راتلوونکې هوډمن دي، روانې جګړې څخه لاس واخلي او دغرض ډکې خبري ونه کړي.