سیاست

تبصره

کابل باختر  دلړم  درې ويشتمه :
دغوراوي کميټې  دکار په پاى ته رسيدو او دانتخاباتي کميسيونونو  دنوماندانو په بشپړيدو سره  په هېواد کې دانتخاباتي نظام داصلاح او دغوره سالارۍ  داصل درعايتولو په لور يوبل ګام واخستل شو .
دباختراژانس مفسر ليکي .
دانتخاباتي کميسيونونو دغوراوي  کميټې له يوې مياشتې کار وروسته دانتخاباتي کميسيونونو دنوماندانو نوملړ بشپړ او هغه يې داجراييه رييس په وړاندې  دهېواد دجمهور رييس ته  وړاندې کړى دى .
دغوراوي کميټې له ٧٢٠ تنوغوښتوونکو څخه يو ويشت تنه دانتخاباتو په کميسيون کې او پنځلس تنه نور دانتخاباتي شکايتونو په کميسيون کې دغړيتوب لپاره ونومول ، ټاکل شوې ده دهېواد جمهور رييس له خپلو همکارانو سره له سلامشورو وروسته له يو ويشتو تنوڅخه ، اووه تنه دانتخاباتو د خپلواک کميسيون غړيتوب ته او له پنځلسو تنو نورو نوماندانو څخه پنځه تنه دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون غړيتوب ته وټاکي .
دغورواي کميټې  دغړو دڅرګندونو له مخې، ددوى کار په دوو شاخصونو سره چې د زده کړې  درجه .   دجرمي سابقې نه لرل او کاري تجربه له يوې خوا او غوره معيار چې  ځواکمني  او مهارت رول لري  او زياتره دهغو کسانو په غوښتن ليکونو تمرکز لري چې  دحقوقو او شرعياتو په برخو کې  زده کړې دي او په يوې بهرنۍ ژبې واکمني ولري  .
دغه راز ددغې کميټې غړي په دې تينګار کوي چې دوى له هيڅ بنست څخه هيڅ  راز سپارښتنه نه ده ترلاسه کړې.
قومي ترکيب ، ولايتي انډول او دجندر مسئله هم ددوى دکاري معيارونو يوه برخه ده او دکار نتيجه د رايو داتفاق پربنسټ ده .
  دسياسي کارپوهانو په باور دغوراوي کميټې خپل کار پاى ته ورساوه او اوس دجمهوري رياست دارګ نوبت دى چې له نوماندانو څخه څه ډول غوره کسان تشخيصوي .
هغه انتخابات چې په تيرو پنځلسو کلونوکې په هېواد کې ترسره شوي دي يولړ چلنجونه او پوښتنې يې له ځان سره لرلې .
  له دې جملې څخه د ١٣٩٣ کال دجمهوري رياست انتخابات په هېواد کې ډير  جلنجي انتخابات  وو چې په هغو کې دانتخاباتي کميسيونونو په مسوولينو دبې مديريتي  او له تقلب سره يوځاى دنه ځواکمنۍ تور ولګول شو.
دغو تورونو نه يوازې  دهېواد په دننه کې  بلکې دافغانستان دبهرنيو دوستانو ترمنځ هم شتون درلود چې په پاى کې دانتخاباتو دکميسيون د دوو تنو جګپوړو  مسوولينو داستعفا سبب شول او بايد ووايو چې په انتخاباتي نظام کې اصلاحات په موافقه ليک کې يو اصلي مورد دى چې دملي وحدت دحکومت دجوړيدو سبب شول اوس چې دغوراوي کميټې د دوو انتخاباتي کميسيونونو نوماندان مشخص  کړل ، دجمهور رييس او دملي  وحدت په حکومت کې دهغه دسياسي  متحدينو  نوبت  دى چې څه ډول  له نوماندانو څخه غوره کسان انتخابوي .
له شک پرته جمهور رييس په هغې تجربې  ژمنې او استقامت چې لري يې په دې برخه کې به له بشپړ دقت  او شفافيت څخه کار واخلي چې په هېواد کې دانتخاباتو دبهير په انتخاباتي کميسيونونو او په پاى کې دنوې دموکراسۍ په نسبت له لاسه وتلي باورونه بيا ژوندي شي اوخلکو ته يو روښانه او دمنلو وړ ځواب وړاندې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته