تبصره:
کابل باختر دوږي ٢٩:
نن د وږي دمياشتې نهه ويشتمه نيټه دجهادي شخصيت او دسولې دعالي شورا د رييس استاد برهان الدين رباني دشهادت لومړۍ کاليزه د.
ددغه شهيد دشهادت دلومړۍ تلين له درناوى سره جوخت، په هيواد کې دسولې او دملي يو والې اوونۍ هم پيل شوه .
دباختر اژانس مبصر ليکي؛
له نن ورځې څخه ټيک يوکال مخکې دجهاد او مقاومت مشر او دسولې دعالي شورا رييس استاد برهان الدين رباني په يوه ناځوانمردانه او افغاني ضد توطيه کې شهيد کړى شو .
استاد رباني چې دسولې دعالي شورا د مشرتوب په منلو سره يې په هيوادکې دسولې او ثبات د اعاده کولو او تامينولو لپاره کار کاوه.
په پاى کې په همدې لاره کې شهيد کړاى شو او دخداى بنده ګانو ته دخدمت په لاره کې دشهادت په منلو سره وفات شو .
استاد رباني په داسې حال کې په هيواد کې دسولې دعالي شورا دمشرتوب مسووليت ومانه چې دخلکو په دردونو اوکړاونو چې ددغې له مانا ډکې کلمې د نشتوالې له امله يې زغمل ، خبر و ، ده دخلکو ديو مشر په توګه چې بډايې تجربې يې لرلې او دخپل ارزښتناک عمر نيمه پيړۍ يې دهيواد دترقي اوزموږ دخلکو د ذهنونو د روښانولو په لاره کې وقف کړه، په هغې لارې ګام کيښود چې خطرناکه او ددې تر څنګ له فيض ډکه وه .
دى په دې پوهيده چې سولې ته د رسيدو په لاره کې بايد کږليچن واټ ووهي له ګواښونو او ناخوالو سره مقابله وکړي ، خو په پاى کې دخپل خلک د زړه فيض ته ورسوي او ارام ژوند دهغوى په برخه کړي .
دسولې دعالي شورا په توګه داستاد رباني ټاکنه يو ناسنجول شوى او ناڅاپي کار نه و .
ددغې شورا غړي د استاد رباني په پوهې او استقامت پوهيدل ، دى د انسانيت او اسلاميت په مدرسه کې لوى شوى و، له ځان سره يې دپوهې ، سوله ييز ژوندانه زغم ، اخوت او ورور ولي ، عدل او انصاف پيغام درلو .
دى په دې ښه پوهيده چې کوم چلند او عمل وکاروي چې نور دده هيواد ځوانان او تنکي ځوانان دبهرنيو استخباراتو په لومه کې ونه لويږي .
او په ښکاره اسلامي مدرسو کې دهيواد د ويجاړولو چاودنې او دځانمرګې بريد لارې چارې زده نه کړي .
دى په ښه توګه په دې پوهيده چې له خپل ناراضې ورور سره چې د دښمني اوجګړې لاره يې غوره کړى وه، څه ډول دعمل ډګر ته ور ودانګي او هغه دې ته وهڅوي چې نور دهيواد له ويجاړولو څخه لاس واخلي او خپل هيوادوال ونه وژني. استاد رباني ديو پوه ، عالم او سياستوال ميړنې په توګه هلې ځلې وکړې چې نور دغه هيواد په سياسي لانجو سره مخامخ نه شي يو والى او اخوت رامنځته شي .او ټول افغانان له قومي او ژبنيو توپيرانو او له جغرافيايي طبقه بندي څخه خلاص، ديوبل تر څنګ ګډ ژوند وکړي .
ده هيله درلوده چې ددې دهيواد بچيانو ته دلوست اوزده کړې فضا يوه خوندي فضا وي او هيواد يې دسيمه ييزو سياليو په ډگر بدل نه شي، بلکې دنړۍ دمتمدنو خلکو ترمنځ خپله لاره پرانيزي او له نورو سره اوږه په اوږه دنيکمرغۍ او سوکالۍ په لور روان شي .
هغه څه چې استاد يې هيله کوله يوه ديني مفکوره وه چې مغرضينو او هغو کسانو ته چې خپله ارامي يې دده هيواد په بربادي کې ليدله، د زغم وړ نه و .
دغو شوپرکانو داستاد رباني هلې ځلې دځان په وړاندې يو ډير ستر خنډ باله او دهغه دله منځه وړلو لپاره يې په توطيې لاس پورې کړ او په پاى کې ديو مصلح اومرکچي په جامه ديو تروريست په استولو سره هدف ته ورسيدل او استاد رباني يې په مظلومانه ډول شهيد کړ .
استاد ديوې لوړې مفکورې لپاره چې هماغه خلق الله ته خدمت و ، شهيد شو،خو ددغه اتل ميړنې مفکوره ژوندى پاتې شوه چې داستاد رباني ياران او ملګرې په افغانستان کې دسولې د ټينګښت لپاره د فقيد استاد لاره چې يوه ستره اړتيا ده د توطيو او دسيسو سره سره دوام ورکوي چې باورونه دبې باورى ځاى ونيسي او ناامنى خپل ځاى سولې او ورور ولي ته خالي کړي. ځکه دافغانستان خلک دسولې په نه شتون کې له يوه پراخ بحران څخه ځوريږي .
دافغانستان خلک لکه څنګه چې استاد رباني هيله درلوده، غواړي چې دقانون په واکمنى کې ژوند وکړي او سوله دهيواد دبيا جوړولو او دخلکو دنيکمرغى عامل او زمينه شي .
دغه راز خلک په دې کار ټينګار کوي چې داستاد رباني د وژنې دتوطيې او دنورو دملي شخصيتونو د وژنو دعاملينو په ګډون د جنايتونو عوامل چې په بهرنيو استخباراتو کې جرړې لري، دمحاکمې ميز ته راوکاږل شي او دافغانستان دولت ددغو کسانو په پيژندنه اومحاکمه کې دنړيوالو سازمانونو له ټولو امکاناتو او نفوذ څخه کار واخلي .