سیاست

تبصره

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
دکابل او بلخ په ولايتونوکې وروستي تروريستۍ پيښې چې په ځينې  عزادارانو پکې بريدونو دتروريستي ډلو  دتحجر ، جاهليت اوبربريت بيلګه او دافغانانو ترمنځ ملي وحدت ته دزيان رسولو بيلګه ده .
دباختراژانس مفسر ليکي .
په افغانستان کې په ځينې  عزادارانو دعاشورا  په شپه او ورځ په کابل او بلخ کې تروريستي بريدونه وشول  په دغو بريدونو کې زموږ يوشمير هېوادوال شهيدان او يو شمير نور هم ټپيان شول ددغو پيښو په قربانيانو کې  ښځې ، ماشومان او بوډاګان شامل دي هغه څه چې  په کابل کې په  سخي زيارت  اودبلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې ترسره شول ددې څرګندوى دي هغه افراطي او تروريستي  کړۍ  چې دسيمې په کچه فعاليت کوي دافغانانو ترمنځ دښه ژوندانه ،  پيوستون او دملي وحدت دليدلو زغم نه  لري  او له هرې لارې هلې ځلې کوي  زموږ دخلکو ملي وحدت ، اتحاد او پيوستون  زيانمن کړي ځکه هغوى په دې پوه شوي دي چې دافغانستان دويجاړولو او ورانولو لپاره وروستۍ نسخه  په دغه هېواد کې دقومونو او دمذهبونو دپيروانو ترمنځ دتفرقې  پيداکول دي .
په داسې حال کې چې په افغانستان کې ميشتو قومونو او د مذهبونو پيروانو کلونه کلونه ديوبل تر څنګ په زغم او حوصلې سره ژوند کړى دى  خپل غمونه اوښادي يې په خپلو کې ويشلې دي او له يوبل سره  ژور ټولنيز پيوندونه لري نو  سخته ده چې په ترور او وحشت تحجر  او بربريت او په پاى کې دتفرقې په پيداکولو سره هغوى له يوبل څخه جلا کړو په افغانستان کې قومي مسئلې او اختلافونه سابقه نه لري او که چيرې نن هم دغه شان مسئلې په يوه ټاکلي کچه او دټاکلو کړيو او اشخاصو له خوا طرحه کيږي ددغه شان مفکورو جرړي له افغانستان څخه په بهر کې دي اوپه افغانانو  پورې  اړه نه پيداکوي .  په کابل او بلخ کې دعاشورا دورځو دغم لرلو  پيښو عاملان معلوم دي داعش چې په سخت زړي ، وژنې ، ورانکارۍ ويجاړولو او په پاى کې په ترور او بنسټپالنه کې بربنډه  څيره لري په افغانستان  کې دوروستيو تروريستي پيښو په باره کې دمسووليت ادعا وکړه په داسې حال کې چې دهغوى همغږو يعنې طالبانو په دغو پيښو کې لاس لري رد کړل په داسې حال کې چې دواړه ډلې زموږ خلکو ته ديوې سکې دوه مخونه دي .
هغه څه چې په بلخ او کابل کې رامنځته شول نه شي کيداى  دحيرانتياوړ وي ځکه تروريستانو هيڅکله په ملکي وګړو ښځو او ماشومانو له بريد څخه ډډه نه ده کړي اوهيڅکله يې له خلکو سره له دښمني څخه لاس نه دى اخيستى ، خو دغه پيښې کيداى شي زموږ خلکو ته دخطر زنګ  وي په دې مانا چې دداعش اوطالب په ګډون بنسټپال هلې ځلې کوي چې له هرامکان څخه استفاده وکړي چې په دغه هېواد کې ميشت قومونه او دمذهبونو پيروان ديوبل پرخلاف ودروي او ګټه ورڅخه پورته کړي  لکه  څنګه چې جمهور رييس محمد اشرف غني وايي هغه کسان چې داسلام په نامه يې په جنايت او په بې رحمانه ډول  دامام حسين ( ع )  په عزادارانو  په وژنې لاس پورې کړ داسلام دمبين دين په هيڅ اصولو باور مند نه دي دغه عمل په افغانستان کې دمذهبونو دپيروانو له وحدت او پيوستون سره ددښمنې څرګنده نښه نښانه ده .
له دغو څرګندونو څخه  جوتيږي  چې تروريستان په هيڅ دين او مذهب معتقد  نه دي او دهيڅ يوه قوم او مذهب استازيتوب نه شي کولى بلکې  له انسانيت او بشريت سره دښمني کوي په داسې حال کې چې داسلام مبين دين بنسټپالنه   قصدي وژنه ، ورانکاري او ظلم مردود بولي او په عاملانو  يې لعنت وايي او دهغوى د دايمي مجازاتو  خبر دارى ورکوي .
  دکابل او بلخ پيښې دهغو تروريستي پيښو تکرار دى چې په تيرو وختونوکې دهيواد په مقدسو اماکنو کې رامنځته شوې دي. طالبان په تيرو وختونوکې دکابل ، کندز ، قندهار،  لوګر ، او دننګرهار په جوماتونوکې دځانمرګو بريدونو په ترسره کولو سره ديوشمير سيمه ئيزو مسوولينو ، لمونځ کوونکو او دهغو کسانو دشهادت سبب شوي دي .چې دفاتحې اخيستلو دمراسمو د پرځاى کولو لپاره جوماتونو ته ورغلي وو
هغوى په وار وار په جوماتونو  ، تکيه خانو او په مذهبي او ملي ورځو کې زموږ په مسلمانو هېوادوالو بريدونه کړي دي اوشهيدان کړي يې دي که چيرې دغو تروريستانو (طالبانو او داعش )په دې وروستيو وختو کې په کابل او بلخ کې په مذهبي مراسموکې زموږ دمسلمانو هېوادوالو پرخلاف  په جنايت لاس پورې کړ هره ورځ زموږ افسران ، سرتيري او هېوادوال دجګړه په جبهو په واټونوکې دماينونو په ښخولو او چولو او له لويو لارو  څخه د تښتولو له لارې شهيدانوي او دشيطان په شان دمسووليت ادعا کوي .
هغه کسان چې په دغه شان ناوړه او بدعمل لاس پورې کوي له هغو افراطي سازمانونو او ډلو څخه الهام  اخلي چې يا په پاکستان کې فعاليت کوي اويا هم په عراق او سوريه کې  د مسلمانانو  پرخلاف په جګړه کې دي .
ديادونې وړ ده چې پاکستان دنړۍ په کچه ډير زندى کوونکى هېواد دى چې دمذهبونو او قومونو په جګړو کې ناوړه ، هويت لري او په دغه هېواد کې مذهبي  لږکي تل له جدي خطرونو سره مخامخ دي دسيمې استخبارات هلې ځلې کوي چې دغه شان ناوړې اوکرغيړنې پديدې  افغانستان ته هم وليږدوي د هغوى  دغه غرضي او بوين پروګرامونه هغه وخت په هيڅ  بدليږي  چې موږ دملي وحدت پيوستون او همغږۍ په ساتنه کې هڅه او هاند وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته