کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٧ :
د امريکا سنا يو ځل بيا په پاکستان له ډار اچونې سره د ملاتړ تور ولګاوه اوپه افغانستان کې د حالاتو پيچلتيا يې د افغانستان په چاروکې د دغه هېواد د لاسوهنې زيږنده وبلله.
د باختر آژانس مفسرليکي:
په دې وروستيو وختوکې د امريکا د سنامجلس د بهرنيو اړيکوکميټې د افغانستان د امنيتي حالاتو په اړوند يوه اوريدونکې غونډه جوړه کړه او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارد اولسون د افغانستان او سيمې د امنيتي حالاتوپه باب رپوټ وړاندې کړ.
ده سره له دې چې د ډار اچونې پرخلاف د مبارزې په برخه کې له امريکا او افغانستان سره د پاکستان د همکارۍ د څرنګوالي په باب خبرې وکړې؛ خو دغه همکاري يې ناکافي وبلله او ويې ويل چې پاکستان دې بايد ټولې ډار اچوونکې ډلې له توپير پرته وځپي، هغه ډلې چې په ګاونډيو هېوادونو بريدونه کوي .
سره له دې چې د ډار اچونې پرخلاف د مبارزې په برخه کې له نړيوالې ټولنې سره
د پاکستان د همکارۍ څرنګوالى او دريځ له ستونزو ډک و او دغه هېواد دوه ګونې لوبه غوره کړې ده؛ خو سياسي کارپوهانو د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي خبرې له ديپلوماتيکي حرکاتو او کلماتو سره ډکې بللې دي او ښاغلي ريچارد اولسون هم هلې ځلې کوي چې پاکستان له نړيوالې ټولنې سره د يوځاى کيدو لاره ولري.
خو د پاکستان په برخه کې د امريکا د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې د رئيس باب کروکرخبرې خپلې ځانګړتياوې لري. دى په ډانګ پيلي ډول پاکستان په افغانستان کې د حالاتو د پيچلتيا عامل بولي او پاکستان يو دوه مخى هېواد بولي او دغه هېواد د تروريستي او افراطي شبکو د اصلي ملاتړي په توګه پيژني او خبردارى ورکوي چې پاکستان دې يا د ډاراچونې او بنسټپالنې پرخلاف د مبارزې په برخه کې له نړيوالې ټولنې سره د همکارۍ په تګلوري کې ورګډ شي او يا دې ډير ژر له نړيوالې ټولنې څخه د لرې والي او تجريد لاره ووهي.
دغه څرګندونې ښيي چې پاکستان د هغو لويديځو هېوادونو ترمنځ چې يو وخت يې پاکستان د دوست او د ستراتيژيکي همکار په توګه باله، خپل پخوانى اعتماد له لاسه ورکړى دى. يوازې لويديځ هېوادونه نه دي چې د دغه هېواد په نسبت بې باوره شوي دي، بلکې د فارس خليج د حوزې يوشمېر هېوادونه چې په تيرو وختونوکې د پاکستان متحدين و؛ اوس دغه هېواد ته د يو مشکوک هېواد په توګه ګوري. دغې بې باورۍ له هغه وروسته چې په سعودي عربستان کې په ډار اچوونکو فعاليتونوکې د يوشمېر پاکستانيانو شتون او رول بربنډ شو، زور اخيستى دى.
د پاکستان په وړاندې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو او د منځنۍ آسيا د هېوادونو اعتماد پخوا زيانمن شوى دى او دغه مسئله په ډاګه کوي چې پاکستان اوس يو تجريد شوى هېواد دى او دا به لرې نه وي چې پاکستان به يوازې د ځان لپاره ژوند وکړي.
پاکستاني پوځيان چې په خپل هېوادکې د حکومت او سياست اصلي چلوونکي دي؛ لا تر اوسه پورې هم د پاکستان کورنۍ مسئلې اوسيمه يېزې مسئلې دقدرت او زور له دريځ څخه څيړي او په دغه شان پرمختياووکې د خپل نظر او ارادې د تپلو په فکرکې دي او دې ته نه حاضريږي چې شته واقعيتونه ومني. دوى په دې پوه شوي دي چې نور کړنې او خبرې يې لويديځ والو او د دوى عربي دوستانو ته بې ارزښته دي او نور اسلام آباد د تيرو کلونو اعتماد نلري. په همدې دليل له چين، روسيې او له يوشمېرنورو هېوادونو سره د اړيکو د نږدېوالي په لټه کې دي، امنيتي پروګرامونه جوړوي، ګډ پوځي تمرينونه ترسره کوي او په يو ډول نه يوډول هلې ځلې کوي چې لويديځ او عربي هېوادونه ترفشار لاندې ونيسي او خپل له لاسه وتلى دريځ بيا احياکړي. په دغه شان يوه چلند او خوځښت کې به بيا هم پاکستان د خپلوګتو په تګلوري کې حرکت وکړي او دا ځلې به له نورو هېوادونوڅخه د وسيلې په توګه کار واخلي. له شک پرته دغه هېوادونه به د پاکستان د ناوړه او بد تاريخ په پام کې نيولو سره دغه هېواد ته د دوست او همکار دريځ ورنکړي .
ښه به وي چې په پاکستان کې پوځيان او سياستوال په هوښ راشي او له نړيوالې ټولنې سره اوږه په اوږه د ډله ييزوګټو په تګلوري کې حرکت وکړي چې ديوه هېواد په توګه دپاکستان ثبات او هويت وساتل شي.
1 3 دقیقې لوستل