کابل باختر د زمري ديارلسمه :
د ډار اچونې پرخلاف مبارزه او د دغې کرغيړنې پديدې پاى ته رسول نړيوالې مرستې او ګدې همکارۍ ته اړتيا لري او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سمبالول چې د تروريزم پرخلاف د مبارزې اصلي پيټۍ په اوږدو اخلي؛ کيداى شي د دغو همکاريو يوه برخه وي.
دباختر آژانس مفسر ليکي:
ډار اچونه يوه کرغيړنه نړيواله پديده ده چې تمدنونه ګواښوي او زياتره د ملتونو او هېوادونو په ستونې پښه ږدي چې بې ثباتي او نا امني پرې واکمنې دي او لرځنډه اقتصاد دغه هېوادونه کړوي.
افغانستان هم د همدغو هېوادونو په رديف کې دى. تروريستي او بنسټپالې شبکې د همدغو هېوادونوله لارې هلې ځلې کوي چې د سيمې او نړيوال پرخلاف د ګواښ په توګه تبارز وکړي. نو تروريزم، ډار اچونه او بنسټپالنه يو ډله ئيز ګواښ دى او د دغه ګواښ له منځه وړل ډله ئيزې او پراخې همکارۍ او اجماع ته اړتيا لري. اوس دا واقعيت د درک کيدو په حال کې دي او زياتره هېوادونه له افغانستان سره په يوه غږ دي او د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو پياوړتيا او سمبالول کيداى شي له ډار اچونې سره د مبارزې او د تروريزم د ځپلو په لاره کې د نړيوالې ټولنې د ژمنو يوه برخه وي .
په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر روسيې، هغه هېواد ته سفر وکړ چې په افغانستان او منځنۍ آسيا کې د تروريزم له ودې سره کيداى شي زيات زيانمنوونکي وي. دغه راز روسيه يو داسې هېواد دى چې افغان پوځيان د هغه د وسلو له تخنيک او حربي امکاناتو سره زياته او ښه بلدتيا لري .
د ملي امنيت سلاکار ته نږدې خبرځايونه وايي چې د ډار اچونې پرخلاف د مبارزې په کارکې همغږۍ او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سمبالول له روسي مقاماتو څخه د محمد حنيف اتمر مهمه غوښتنه وه چې ددغه هېواد د مقاماتو له مثبت غبرګون او د همکارۍ په ژمنې سره مخامخه شوې ده .
روسيې ته د محمد حنيف اتمر سفر د چين ولسي جمهوريت ته د افغانستان د اردو د لوى درستيز له سفر سره جوخت و.
هغه څه چې جنرال قدم شاه شهيم له چينايي مقاماتوسره طرحه کړل؛ هغه مسئلې وې چې د ملي امنيت سلاکار له روسي مقاماتو سره طرحه کړي و .
دغو دواړو هېوادونو ته د دغو دووجګپوړو افغان مقاماتو د سفر نتيجې ښيي چې له ډار اچونې سره د مبارزې او د تروريستي ګواښونو د پاى ته رسولو لپاره د همکارۍ انګيزه شتون لري .
له بلې خوا د امريکا جمهور رييس په خپلو وروستيو څرګندونوکې ويلي دي چې هېواد يې اجازه نه ورکوي چې افغانستان بيا د تروريستانو په پټنځي بدل شي.
ده له افغان امنيتي ځواکونو سره دايمي ملاتړ يوه اړتيا وبلله او ټينګار يې پرې وکړ.
د روسيې، چين او د امريکا د هېوادونو د مقاماتو له څرګندونو څخه چې د نړۍ د پوځي او اقتصادي قدرت خاوندان دي؛ بريښي چې نړۍ د تروريزم په باب له سليقوي تعريف څخه هر اړخيز او واحد تعريف ته نږدې کيږي.
د تروريزم په واحد تعريف سره کولاى شو اوسنۍ ستونزې لرې کړو او ډار اچونه او تروريزم ترکنترول لاندې ونيسو. خو هغه څه چې مهم دي؛ عملي او صادقانه همکاري طرحه ده. غه کار چې د ډار اچوونکو د ځپلو او له منځه وړلو لاره لنډوي، ځکه دغه درې واړه هېوادونه امريکا، روسيه او چين ستر او معتبر اقتصادي او پوځي امکانات لري او خپل ثبات د افغانستان په ثبات کې ويني.
0 2 دقیقې لوستل