کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
د هېواد په ځينو سيموکې د وروستيو ورځو پيښې د دې څرګندوى دي چې د تروريستي ډلو کړو وړو او پيغام يواځې کرکه، وژنه او تاوتريخوالي دي. دوى دې ته تيار نه دي چې له بشري قاموس سره سم ژوند وکړي او د انسانيت غږ ته هرکلى ووايي .
د باختر آژانس مبصر ليکي: په وروستيو ورځوکې د هېواد ځينې سيمې د تروريستي بريدونو د سختوالي په ډګر بدلې شوې دي . انسان تښتونه او نور ناوړه فعاليتونه چې نه شو کولاى هيله يې ولرو چې دغه شان عملونه د يوه انسان له خوا ترسره شي .
د افغانستان خلک په داسې حال کې چې د روژې په برکتي مياشت کې چې د تقوا، ترحم، زړه سوى، زغم او د درک مياشت ده؛ دي او هلې ځلې کوي چې د لوى خداى ( ج ) لارښوونې عملي کړي او د يوه رښتني مسلمان په توګه تبارز وکړي، په وار وارو يې له مخالفو وسله والو ډلو څخه غوښتي دي چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او د خپلو هېوادوالو له وژنې، د هېواد له ويجاړولو او د اسلام پرخلاف له دښمنۍ څخه لاس واخلي. خو د تروريستي ډلو ځواب او پيغام داسې دى چې نه شوکولاى د يو انسان کړنې وبولو او نه شو کولاى هغه له ديني زده کړو سره پرتله کړو .
هغه څه چې مشهود او څرګند دي؛ دا دي چې طالبان د جګړې په ډګرکې په خپلو پرله پسې ماتو سره اوس د هېواد په لويو لارو تمرکز لري او ډير ناځوانمردانه چلند چې هماغه د ملکي وګړو تښتول او يرغمل نيول دي؛ ترسره کوي. له يوې خوا هلې ځلې کوي چې په روانو حالاتو خپل نفوذ وښيي او له بله پلوه دغه مسئله په ډاګه کړي چې د دوى نوى مشر ملا هبت الله هلې ځلې کوي وښيي چې دى له خپل سلف ملا اختر او ملا عمر څخه زيات سخت زړې، انسان وژونکى او بېرحمه دى چې په دې ترتيب خپلو افرادو ته ووايي چې دى قاطع دى او بايد د هغه اطاعت وکړو.
بله مسئله، تروريستي ډلې هلې ځلې کوي چې په دغه شان عملونو سره په هېواد کې خپل اقتصادي فعاليتونه سبوتاژ کړي، په دولت فشار زيات کړي او امتياز ترلاسه کړي.که چيرې داسې نه ده؛ په غزني ولايت کې د يوولسو تنو تښتول شويو مسافرانو وژنه څه توجيه کيداى شي او د کندز _ تالقانو په لويه لاره کې بيا بيا انسان تښتونې کوم نوم ګڼلى شي؟
هغه څه چې طالبانو په وروستيو ورځوکې له انسان تښتونې او په لويو لاروکې له وژنې څخه نيولې په ولايتونوکې په قضايي بنسټونو تر بريدونو، په کابل کې د ملي شورا د يوه غړي تر وژنې پورې، د دې څرګندوى دي چې دغه ډله دغه راز نيت لري چې په ملکي هدفونو بريدونه وکړي او خلک و وژني .
د سياسي کارپوهانو په باور: د ډار اچوونکو ډلو اوسنې کړنې چې نه شو کولاى د هغوى ترمنځ ښه او بد ووايو؛ دغه تروريستان که چيرې داعشيان دي؛ يا طالبان که چيري القاعده دي؛ يا لشکرطيبه ټول او ټول له يوې سرچينې څخه اوبه څښي.
دغه کارپوهان وايي چې له دغو ډلو سره خبرې، مفاهمه او تماس کومه ګټه نه لري، ځکه هغوى د سولې او د انسانيت په ژبه نه پوهيږي؛ بلکې د پرديو استخباراتو د هدفونو لپاره کار کوي او د نورو ستراتيژيکي هدفونو ته د رسيدو لپاره يوه وسيله ده . دغه کارپوهان له دولت څخه غواړي چې هماغه شان په خپلې ژمنې چې هماغه د تروريستي ډلو ځپل دي؛ ژمن پاتې شي.
د امنيتي ځواکونو وروستيو تحرکاتو او اقداماتو، تروريستي ډلګۍ له تنګسيا سره مخامخې کړي دي او په ملکي هدفونو د هغوى بريدونه د دوى ډير ذلالت ښيي. که نه يو مسلمان بل مسلمان ته هغه هم د روژې په مبارکه مياشت کې چې د تقوا او د پرهيز ګارۍ مياشت ده؛ زيان نه رسوي .
1 3 دقیقې لوستل