کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩ :
دروژې مبارکه مياشت دعبادت اوله نفس سره دمبارزې مياشت ده اود رياضت او د زړه دپاکوالى ، خداى او خلق الله ته درسيدو لپاره يوفرصت دى .
بايد دغه له فضلت ډکه مياشت ترلاسه کړو او درناوى يې وکړو.
دباخترآژانس مفسر ليکي :
دروژې مبارکه مياشت دوام لري او يوځل بيا ددې فرصت برابر شو چې په دې مبارکه مياشت کې خپل ځان او چاپيريال وپيژنو ،خپل زړه سيقل کړو او هغه د ګناه او معصيت له لړو څخه پاک کړو.
دافغانستان خلک يو ځل بيا دروژې دمبارکې مياشتې کوربه توب ته ځي او دا په داسې حال کې ده چې جګړه ، نا امني، بيوزلي او ځينې نورې ټولنيزې ستونزې زموږ خلک او ټولنه ځوروي . خو دروژې په شان ارزښتناکې ورځې کولاى شي دمسلمانانو دنږديوالي ،ديوبل ددرک ، معاونيت او غم خوارۍ سبب شي . دغه مبارکې ورځې دخلکو دروح او روان د جوړيدو سبب کيږي.
دغه مياشت له هره پلوه کيداى شي دشخصي ژوندانه دښه والي ، اصلاح او
دټولنې دښه والي لپاره يو ډير ښه فرصت شي . بايد په دې مبارکه مياشت کې ځان دسپکاوي ، حرس ، کينې ، عقدې او دنورو ناخوالو له بند څخه آزاد کړو.
له اوتو بوتو او ښکنځلو څخه ډډه وکړو داسلامي ارزښتونو په رڼا کې له ناوړو چلندونو څخه لاس واخلو او راتلوونکي ته په روښانه لرليد کې وګورو.
دروژې دمبارکې مياشتې اصلي اواساسي پيغام ديوبل درک ، له همنوعانو سره مرسته او همکاري ، دستونزو اومشقاتو زغم، دعدالت تامينول ، برابري ، سوکالي او دمسلمانانو ترمنځ دروغې جوړې اوپخلاينې دفضا برابرول دي.
ضروري ده چې روژې ته نه يوازې دديني عبادت په توګه وګورو هغه څه چې مهم دي دا دي چې فلسفه يې دټولنې ، خلکو او چاپيريال درک دى او ځان له هغو سره سم عيار کړو او دخپل ځان او ټولنې داصلاح سبب شو.
دروژې دفلسفې يوه مشخصه له حرس او نفساني تمې څخه لرې والى او دعدل او انصاف رعايتول دي.
داسلام په مبين دين کې ددغه شان لارښود شتون ددې څرګندوى دى چې دغه دين دانسان جوړولو دين دى چې کولاى شي ديوې پياوړې او غښتلې ټولنې بنسټ کيږدي . خو له بده مرغه داسې کسان شته چې روژه په انساني حرس او
تمې سره مخلوط کوي.
سره له دې چې دروژې خبره له همنوعانوسره مرسته ، عبادت او طاعات دي خو ليدل کيږي چې ځينې دوکانداران ، سوداګر او کسبه کاران دروژې په مبارکه مياشت کې دلومړنيو توکو بيې لوړوي ، په احتکار لاس پورې کوي او دروژې په مبارکه مياشت زيات په نفساني ډول عمل کوي چې دغه کړه وړه نه يوازې عبادت نه دي بلکې له دينې ارشاداتو او نبوي دودونو څخه سرغړونه او دشيطان دلارښوونو پيروي ده چې سخته به وي چې دغه شان اشخاص رښتيني روژتيان وبولو .
له بلې خوا ناوړه امنيتي حالات اوشرايط له موږ څخه غواړي چې دروژې په مبارکه مياشت کې دسولې ، پخلاينې ، اتفاق او اتحاد په باب زيات فکر وکړ په داسې حال کې چې د افغانستان خلک او دولت دديني ارشاداتو په پيروۍ دسولې اودملي وحدت په اعاده کولو ټينګار کوي. مخالفې وسله والې ډلې سره له دې چې په ښکاره مذهبي القاب او عنوانونه لري دغه راز دخلکو په وژنې ، جګړې او ورانۍ ټينګار کوي ، کړه وړه او خبرې يې يو شان نه دي او دپرديو په لارښوونه دغه راز د جګړې ، وژنې او ورانۍ ډول وهي او دغه راز زموږ خلک وژني او زموږ هېواد ويجاړوي ددغه شان کړنو په شتون کې دروژې ،. شريعت ، دين او خداى په باب خبرې کوي چې دغه خبرې له تشو خبرو او له کاذبو کړنو پرته بل څه نه شي کيداى په داسې حال کې چې بدمرغه هغه څوک دى چې په دې مبارکه مياشت کې له دينې ارشاداتو څخه بې برخې کيږي.
1 2 دقیقې لوستل