تبصره : په افغانستان کې داوبو ستونزه زموږ اوبه زموږ عزت
کابل باختر د وري شپږمه :
دځمکې پرمخ او تر ځمکې لاندې اوبو څخه بې ځايه استفاده ناوړې پايلې او ستونزې لري او دغه ستونزه يواځې دهېواد داوبو په مديريت سره دحل کولو وړ ده .
دباختراژانس مفسر ليکي: دورې دمياشتې پنځمه داوبو نړيواله ورځ ده . په نړيواله کليزه کې داوبو دورځې ځاى نيول دنړۍ په کچه له اوبو او داوبو له سرچينو څخه دمعقولې استفادې لپاره يو ټينګاراو يوهدف دى .
سره له دې چې دځمکې دکرنې زياته برخه اوبو چاپيرکړې ده خو دنړۍ يواځې يوه سلنه اوبه داستفادې وړ دي او په افغانستان کې داوبو شخړه يوه ډيره ستره ټولنيزه شخړه او آن په هېواد کې ډيره ستره اقتصادي اوسياسي ستونزه ده .
افغانستان سره له دې چې داوبو سترې سرچينې لري خو له خپلو ملياردونومکعب مترو اوبو څخه ددې قدرت لري چې له ديرشو سلنو څخه يې استفاده وکړي زموږ اوبه زموږ عزت دى
دافغانستان داوبو زياته برخه يا ګاونډيو هېوادونو ته بهيږي يا ضايع کيږي
په نورو هېوادونوکې داوبو سرچينې دملي پانګې او دکانونو او دپاملرنې وړنورو عايداتي سرچينو په توګه دي خو افغانستان سره له دې چې په خپله داوبو کافي سرچينې لري اوبو ته تږي او يو بياباني وچ او دکرنيزو محصولاتو په لحاظ کم حاصل هيواد دى ستونزه په دې کې ده چې دافغانستان اوبه په سمه توګه مديريت شوې نه دي .
دغه ستونزه يواځې داوبو له سرچينو څخه داستفادې په څرنګوالي نه خلاصه کيږي دکابل په ګډون دهېواد په ښارونو کې خلک ډير کم دڅښاک په روغتيايي اوبو لاسرسۍ لري .
دښارونو بې مورده اوغير پلاني پراختيا دتر ځمکې لاندې اوبو دکمښت سبب شوې ده .
دغه راز د فاضلا بونو شتون په ښارونو کې تر ځمکې لاندې . اوبه په جدي توګه ککړې کړې دي .
سره له دې چې په هېواد کې مسوولو مقاماتو اوبنسټونو تل په هېواد کې داوبو دستونزې په برخه کې خپلې انديښنې څرګندې کړې دي او داوبو په مديريت يې ټينګار کړى دى خو دغه بدلونونه اوڅرګندونې تل کليشه يي دي او هيڅکله يې عملي اړخ نه دى پيداکړى .
په اوس وخت کې دانرژى اواوبو وزارت په ګډون د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او دفوايد عامې دوزارتونو او دښارواليو په ګډون نور بنسټونه هم په هېواد کې داوبو دتنظيم او مديريت په برخه کې فعال دي . خو هغه کارچې هيله يې کيږي ددوى له قدرت څخه بهر دى آن دوى داوبو دتنظيم دقانون په تدوين بريالي شوي نه دي .
سره له دې چې ګاونډي هېوادونه دافغانستان له اوبو څخه په وړيا ډول استفاده کوي او افغانستان ته هيڅ راز امتياز نه ورکوي سره له دې هم دوى دافغانستان داوبو ستونزه يوه سياسي ستونزه کړې ده او دامتياز دترلاس کولو په لټه کې دي . په افغانستان کې داوبو کمښت او دهغو نه مديريت په افغانستان کې دطبيعت د ويجاړتيا ، دژوندانه دچاپيريال دبدلون او دبيابانونو دپراختيا سبب شوى دى . په داسې حال کې چې داوبوسرچينو نه پاملرنه کولاى شي دغه شان ستونزې په سيستماتيک ډول بدلې کړي .
اوس چې خبره داوبو دنړيوالې ورځې ده او په افغانستان کې داوبو دکمښت ستونزه مشهوده ده نو لازمه ده چې مقامات خپلې څرګندونې چې وايي ( موږ خپل تصميمونه له ميز څخه سيند ته ليږدوو ) عملي کړي .
له دې پرته موږ بايد داوبو دکمښت ناوړې پايلې چې له وچکالى اوبې وزلۍ پرته بل څه نه دي ومنواوبايد په خپلې ناپوهۍ او دپروګرام په نه لرلو وخاوندو نه په طبيعت کې په بدلونونو .
ختم_ عطاالله _ اکرم