سیاست

تبصره : دافغانستان ماموريت المان هم بدل کړ .

برلين  باختر د مرغومي نهمه :
  په افغانستان کې دايساف جنګي ماموريت له ١٣ کلونو وروسته په رسمي  ډول پاى ته ورسيد  خو دالمان ددويچه ويله راډيو دافغانستان دبرخې رييس فوريان وايګند ديوې تبصرې په ترڅ کې وايي چې په افغانستان کې دالمان داردو توظيف  په المان باندې هم اغيزه وکړه .
  ماموريت پاى ته ورسيد په افغانستان کې داپينو توليد هيڅکله  دومره لوړ نه و او دطالبانو دبريدونو او دناوړو قصدونو شمير هم نوې څپې ته رسيدلى دى .
ټيک دکندز په شاوخوا کې د فدرالي المان داردو دتوظيف  په اصلي سيمه کې ياغيانو په دوبي کې وکولاى شول د يوې مودې  لپاره په نمايشتي ډول خپل بيرق پورته کړي ددې ويره موجوده وه چې طالبان او دداعش  ډله خپلې لومړنۍ خبرې پيل کړي .
ددغه هيواد پراخې برخې پرته له دې چې فساد حاکم دى نور دحکومت تر قدرت لاندى نه دى بلکې  سيمه ئيزو جګړه ماران واکمن دي .
په پايتخت او آن په مرکز کې يې چې امنيت ته يې زياته پاملرنه کيږي زيات ناوړه قصدونه او بريدونه کيږي .
لنډه داچې برياليتوب بل ډول بريښي   خو ديوې بشپړې ماتې په باب خبرې هم په همدې  ترتيب غلطې دي .
په پايتخت کې ، روغتونونه او ښوونځي فعال شوي دي هيڅکله دومره نجونې ښوونځي ته نه تلې : په  لومړى ګام کې طبيعي ده  چې دا دغير نظامي  پرمختيايي مرستو لاس ته راوړنه  ده .
دفدرالي  المان داردو او دهغو دمتحدينو په ګډون دبهرنيو پوځيانو له شتون او له زياتو مالي مرستو پرته دې کار امکان نه درلود  ، افغانستان بدل شوى دى خو المان هم بدلون موندلى دى .
همداچې ١٣ کاله مخکې دالمان پوځيان دهندوکش غرونو ته لاړل زياترو ساده تصور کاوه  چې دبالکان په شان عملياتو ته تللي دي فکر کيده چې د ٢٠٠١ کال دسپتمبر  دمياشتې له ١١ نيټې له ناوړ قصدونو وروسته په هوايي بريدونو سره طالبان پوپنا کيږي .
او په افغانستان کې دبوسنيا او کاسووا په شان کولاى شو په چاکليت  او تبليغاتي پاڼو سره دبيا جوړولو دپروژو لپاره واټونو ته لاړ شو او دخلکو زړونه تر لاسه کړو ،  دماموريت  په پيل کې آن فکر کيده چې په اسانۍ سره کولاى شو له جاپاني موټرو سره دپيرودنې لپاره له هر راز محافظتي  زغره والو وسايطو پرته دکندز سيمه ئيزو بازارونو ته لاړ شو .
سره له دې هم څه موده وروسته په بيلابيلو سيمو کې په هغو لارو کې چې ګزمې پکې کيدې په څرګند ډول مقاومت رامنځته شو په ناڅاپي ډول الماني پوځيانو ځان په سيمه ئيزو چريکي  جګړو کې وليد .
يوشمير  کسانو ته مرګ ژوبله واوښته يوشمير هم په رواني ناروغيو سره خپل هيواد ته ستانه شول له افغانستان  څخه يې ډارونکې  تجربې  خپلو کورونو ته راوړې په نورو ځايونوکې يې کورنيو دهغو کسانو په ماتم لاس پورې کړ چې نور خپل هيواد ته ستانه نه شول .  دايوه جګړه وه يعنې هغه واژه چې سياستوالو  ددې جرئت  نه کاوه  چې يادونه يې وکړي .
که څه هم مخکې له دې تل زيات تابوتونه المان ته ليږدول  کيدل او وروسته  کندز ته څيرمه  يوه افسر دتيلو دټانکرونو دبمبارۍ  لارښوونه وکړه . بې ګناه  ملکيان ووژل شول اوس  په افغانستان  کې دفدرالي المان  دپوځيانو له موظف  کولو سره په دغه هيواد کې دخلکو ملاتړ مخ په کميدو و ، سياست دروښانفکرۍ  غوښتنه کوله .
ددغو تجربو له مخې دننني  بهرني سياست تګلاره  مشخصه شوه له دې امله المان په نه علاقمندۍ او  دليبيا پرخلاف  دهوايي بريدونو  په باب په ترديد سره او اوس په سوريه کې داسلامي دولت يا داعش پرخلاف عملياتو په باب نظر څرګند کړى دى .  المان نور ديادونې په دليل رنګ بايللى دى .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته