تازه؛ فلسطیني جهادي ډلو سره نښتو کې دوه نور صهیونست سرتېري وژل شوي
![Ps202422811](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/02/PS202422811-720x470.png)
نړۍ، د کب ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ
وژل شوي اسرایلي سرتېري دواړه ۲۵ کلن ښودل شوي او پوځ وایي د غزې په شمال کې له فلسطیني جهادي ډلو سره په نښته کې له منځه تللي دي.
پوځ دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تازه نښتو له امله د ۷ سرتېرو د سخت ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.
مخکې تر دې د قارچ یا فنګس ناروغۍ له کیله د دوه نورو سرتېرو د مړه کېدو خبر هم ورکول شوی وه او ویل کېږي ۳۰ نور په دغې ناروغۍ اخته او حالت یې سخت دی.