کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
د بشرې ټولنو په تاريخ کې داسې ورځې شته چې نه يوازې د وياړنو سبب، بللي په هيوادونو کې دسترو سياسي او پوځي بدلونونو پيل بلل کيږي .
دکب دريمه هم دافغانستان خلکو ته دغه شان تاريخي ورځ ده بلل کيږي .
دباختر آژانس خبريال ليکې : دبشري ټولنو تاريخ د داسې پيښو شاهد دى چې
نه يوازې ملت هغه دخپلو وياړنو سبب بولي بلکې هغه دسترو سياسي او پوځي بدلونونو پيل بولي .
دکابل ښاريانو دکب دمياشتې د دريمې نيټې خونړى پاڅون هم ددغه هيواد دخلکو د عدالت غوښتوونکو او آزادي غوښتوونکو مبارزو په تاريخ کې دغه شان ورځې بلل کيږي.
څه دپاسه درې لسيزې مخکې کابل ښاريانو ټيک هغه وخت کې د وخت د شوري د سره پوځ دهيواد په ګوټ ګوټ کې شتون درلود او په مدرنو پوځي وسايلو سره يې د دې هيواد خپلواکۍ ،آزادۍ او ځمکنۍ بشپړتيايې تر پوښتنې لاندې نيولې وه په تشولاسونو سره دوخت دشوروي دسره پوځ په وړاندې پاڅون وکړ او خپله توده وينه يې د آزادۍ او خپلواکۍ ، قرباني کړه .
په هغه وخت کې دکابل ښار واټونه خونړي شول . د آزادۍ غوښتوونکو ټټرونه
د دښمن دوسلو په واسط سوري سوري شول
ځپل شوى پاڅون دافغانستان دخلکو په آزادي غوښتوونکو مبارزو کې د بدلون دټکي په توګه دتاريخ په پاڼو کې ثبت شو.
په دې ورځ وه چې تيري کوونکي په دې پوه شول چې نه شي کولاى ددغو خلکو آزادي او خپلواکي واخلي.
له هغې ورځې وروسته د هيواد په ګوټ ګوټ کې دمقاومت بنسټ پياوړى شو او دزمانى په تيريدو سره لازيات ټينګښت وموند.
د آزادى د لارې د سرسپارلو د ستراو قوي دښمن په سنګرونو چې آن لويديځ ماتې يې په ذهن کې نه درلود ور ودانګل .
دغه ګوزارونه دومره ريزمريز کوونکي او قوي وو چې په پاى کې دنړۍ دغه ستر قدرت دافغانستان دملت د ارادې او هوډ په وړاندې په ګونډو شو او د تيښتې لاره يې غوره کړه .
ددغه شان ورځو يادونه ،دتاريخي ورځو يادونه ده چې د تيرې کوونکو په وړاندې د دى ملت دميړانې او زړورتيا څرګندوى دى . له دغې ورځې څخه کلونه کلونه تيريږي ،خو خلک غواړي چې بايد دغه شان ورځې هيرې نه شي .ددغه شان ورځو يادونه چې ټول پري وياړى هغو کورنيو ته د پاملرنې غوښتنه کوي چې هغوى د آزادۍ په لاره کې خپل ډوډۍ راوړونکي له لاسه ورکړي دي .
16 2 دقیقې لوستل