تاريخي اثار دبدخشان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شول .
کابل باختر دثور پنځلسمه
دبدخشان ولايت دملي امنيت منسوبينو يو شمير تاريخي آثار ددغه ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل .
دغه آثار دبدخشان ولايت دملي امنيت دمنسوبينوله خوا ددغه ولايت د درايم ولسوالۍ په مربوطاتو کې له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي و .
دبدخشان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد دين خواهاني باختراژانس ته وويل : يو ډبرين ډيګ او دوه شپيته قيمتي مرې او هم دقرانکريم دڅرمنې يو پوخ او دشهزادګي يوه فلزي څيره چې ددرايم او اشکاشم دولسواليو په مربوطاتو کې دملي امنيت دمنسوبينوله خوا له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي و داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شول .
خواهاني زياته کړه: تراوسه پورې روښان نه دى چې دغه آثارپه کومو دورو پورې اړه لري .