تاج محمد جاهد دامريکا دمتحده ايالاتو دځانګړي استازي له مرستيال سره وکتل.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
دهيواد دکورنيو چارو وزير دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو دځانګړي استازي له مرستيال سره وکتل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبر ورکړ : په دې کتنه کې دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو دځانګړي استازي مرستيال د ټولنې دامنيت په تامينولو او له تروريزم سره په مبارزه کې دافغان ملي پوليسو او امنيتي ځواکونوهلې ځلې وستايلې او دافغان امنيتي ځواکونو په تيره بيا له ملي پوليسو سره خپل ملاتړ اعلام کړ. په دې غونده کې دهيواد دکورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد دافغانستان له امنيتي ځواکونو او په تيره بيا له ملي پوليسو سره په څو تيرو کلونو کې دامريکا د متحده ايالاتو دخلکو او حکومت دملاتړ له امله مننه وکړه .
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزير ، له نړيوال تروريزم سره په مبارزه کې دافغانستان دخلکو او امنيتي ځواکونو دقربانيانو او په دې برخه کې دافغانستان دخلکو دصداقت په باب چې دافغانستان ، سيمې او نړۍ دامنيت لپاره يې لري دامريکادځانګړي استازي له مرستيال سره خبرې وکړې .
دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو دځانګړي استازي مرستيال په راتلوونکو کلونو کې له افغان امنيتي ځواکونو سره دخپل هيواد دمرستو او همکاريو پر دوام باندې ټينګار وکړ او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې داړيکو دپراختيا غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته