سیاست

تاجکستان له افغانستان سره په خپله پوله کې روسي عسکر ځاى پرځاى کوي

دوشنبه نړيوالي خبري منابع  باختر د تلي لسمه :

دتاجکستان پارلمان پرون موافقه وکړه چې له افغانستان سره ددغه هيواد دپولې په اوږدو کې روسي عسکر ځاى پرځاى او تر ٢٠٤٢ کال پورې هلته پاتې شي .

 دتاجکستان دحکومت مامورين انديښنه لري  چې له افغانستان څخه په راتلوونکي کال کې  دنړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته  به  ناآرامۍ تاجکستان ته پراخي شي .

دغه انديښنه په روان کال کې دټولګټو خپلواکو هيوادونو  په څو  غونډو کې طرحه شوې ده  او په تاجکستان برسيره  روسيه  ، قرغزستان ، قزاقستان ،بيلاروس  او ارمنستان  په ګډون  ددغه سازمان  نور هيوادونه  هم انديښنه لري  چې له افغانستان  څخه دنړيوالو ځواکونو په وتلو سره به  ددغه هيواد امنيتي حالت  خراب شي او مشکوک تروريستان به  دمرکزي آسيا هيوادونو ته مخه وکړي.خو ناټو  چې په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو  مشرۍ کوي  ويلي دي  چې له افغانستان څخه  د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى کې دخپلو عسکرو په ايستلو سره به  په دغه هيواد کې  امنيتي تشه پرې نږدي  او افغان امنيتي ځواکونه کولاى شي چې دخپل هيواد امنيت تامين  کړي اودناټو ځواکونه به له  ٢٠١٤  کال وروسته  هم افغان ځواکونه و روزي .

دتاجکستان ددفاع وزير پرون  دخپل هيواد پارلمان  ته وويل  ،  په دغه هيواد کې  دروسيي عسکرو اوږد مهال شتون له موافقې پرته  روسيه به  تاجکي ځواکونو ته وسلې برابرې کړي  او دتاجکستان داردو  افسران به و روزي.

اوس  پنځه سوه تاجکي  افسران  په روسيه کې په زده کړه بوخت دي  او دروسيې څه ناڅه پنځه زره تنه عسکر  ددوشنبې ، کولاب  اوقرغان تيپې  په ښارونو کې ځاى پر ځاى  دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته