تاجکستان طالبانو ته د پوځي تجهيزاتو ورکول رد کړل .

-باکو  باختر د وري  اتمه :
دتاجکستان دبهرنيو چارو وزارت  ديوې وينا په خپرولو سره افغانستان او طالبانو ته ددغه هېواد دپولې له لارې دپوځي تجهيزاتو  دليږدونې په اړوند رپوټونه رد کړل .
  باختراژانس  دمرکزي اسيا  دخبري سايت له خولې خبرراکړ.  دتاجکستان دبهرنيو چارو وزارت  په دې وينا کې  طالبانو ته دتاجکستان  دپولې له لارې  دپوځي تجهيزاتو دليږدونې په باب په افغانستان کې   دامريکايي ځواکونو دقوماندان  جان نيکولسون  وروستى  څرګندونې  بې بنسټه بللې دي .
  دتاجکستان  دبهرنيوچارو وزارت په وينا کې  راغلي دي  چې تاجکستان  د طالبانو دډلې مشروعيت  هيڅکله  په رسميت نه دى پيژندلى او په افغانستان کې  د شخړې د سوله ئيز حل په ملاتړ  هيڅکله  دريم لورې ته  دتاجکستان له  خاورې  څخه داستفادې  اجازه نه ده ورکړې .
په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو قوماندان  په دې وروستيو وختو کې له بي بي سي سره  په خبرو کې په روسيې تور ولګاوه چې طالبانو ته دتاجکستان له لارې  پوځي تجهيزاتو سپاري.
نيکولسون  ادعا وکړه چې روسيې په دې وروستيو وختو کې له افغانستان سره پولې ته څيرمه  له تاجکستان سره د ګډ پوځي تمريونو په بهير کې يوشمير پوځي تجهيزات  طالبانو ته سپارلي دي .
داپه داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دتاجکستان سفير  شرف الدين امام اوف  دغه رپوټ بې بنسټه بللى دى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته