– دوشنبه – د روسيې غږ – باختر دکب دمياشتې ٣
د نشه يي توکو په قاچاقو شپږ تنه مشکوک کسان پرون دتاجکستان دپوليسو
له خوا ونيول شول .
دغه ټکى دتاجکستان دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څرګند کړى دى . دپوليسو افسرانو په ټولنيزه توګه څه دپاسه اتلس اعشاريه څلور کيلوګرامه نشه يي توکې چې چرس ، اپين او ماري جوانا دي کشف اوضبط کړل .
دنشه يي توکود قاچاقو په تور د مشکوکو کسانو پرخلاف دوسيې تنظيم شوى دي.
دتاجکستان دکورنيو چارو وزارت دڅرګندونو له مخې د ٢٠١٤ کال په پيل کې په تاجکستان کې دنشه يي توکو په قاچاقو پورې اړوند ١٢١جرمونه ثبت شوى دي او
دغه شمير دتيرکال د جنوري په مياشت کې د جرمونو له شمير څخه په سلو کې څوارلس اعشاريه دوه زيات دى.
1 1 دقیقه لوستل