بې دفاع فلسطیني ماشومان؛ د دفاع یې پرته له الله ج بل څوک نشته
تبصره
زه باوري یم، چې همدا نن دوشنبې د جنورۍ پر ۲۲ مه نېټه به د نیوزیلنډ د لومړۍ وزیرې د کور ماشومان به ښوونځي ته تللي وي، د اسټرالیایي لومړي وزیر ماشومانو به نن د کانبیرا او سیډني په ښکلو پارکونو کې چکر لګولی وي، د هندي لومړي وزیر نریندرا مودي د کور ماشومانو ممکن نن د شاهروخان وروستی فلم کتلی وي، د چینایي مشر د کورنۍ ماشومانو به د خپل هېواد د پرمختګونو څخه خوند اخلي، د پوتین بچیان او د کور واړه به د کرېملېن ماڼۍ پر پالنګونو لوبې کوي، د اروپایي مشرانو ماشومانو به هم چېرته د خپل ماشومتوب خوندونه پالي او د جسټن ټروډو او بایډن د کورنۍ ماشومانو خو هسې هم د شیشه یي ښارونو په رڼاګانو کې ورک دي او د اکثریت غلامو هېوادونو د مشرانو بچیان خو هسې هم په مزو کې دي، ځکه غلامي یې پلار او مزې یې دی کوي، پاتې شول د غزې ماشومان چې د صهیونست پوځ له لوري په ډېرې بې رحمۍ وژل کیږي، وږي ساتل کیږي او له زده کړو بې برخې کیږي.
دغه فلسطیني ماشومان د نړۍ د هغو مشرانو د پرېکړو قربانیان دي، چې د خپلو ماشومانو د عیاشۍ، ښې روزنې او له ماشومتوبه د خوند اخیستو لپاره نورو بې دفاع هېوادونو کې جنګ جوړوي.
دوی د بشر د حقونو نعارې وهي خو عمل یې اپوټه دی او هره ورځ د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره بې ګناه انسانان وژني.
دا هماغه حلقه ده، چې کلونه کلونه یې په افغانستان کې ورته وحشي جنایتونه ترسره کړل، چې تر یوې اوږدې مبارزې وروسته د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري وشړل شول او له سختې ماتې سره مخ شول.
نو پکار ده، چې د افغانستان په ګډون د ګوتو په شمار ازاد اسلامي هېوادونه لاس په کار شي او د یو اوږدمهاله پروسې پر مټ د مسلمانانو د روانې نسل وژنې مخه ونیسي.
دغه اسلامي هېوادونه څه کولی شي؟
خپل تولید پرمختللې وسلې، خپل تولید عصري ټکنالوژۍ ته لاسرسی، اقتصادي استقلال درلودل او د دیني زده کړو ترڅنګ پرمختللې عصري زده کړې ترلاسه کول هغه څه دي، چې کولی شي راتلونکي کې د صهیونست رژیم په څېر حکومتونو پر وړاندې د مسمانانو قوت لاپسې قوي کړي.