خبرونهنړۍ

بیروت کې د حماس یو لوړ پوړی چارواکی وژل شوی دی

نړۍ، د مرغومې ۱۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

داسې حال کې چې د غزې روانه جګړه درېیمې میاشتې ته غځېږي، راپورونه وایي، د لبنان په مرکز بیروت کې د حماس غورځنګ یو لوړ پوړی مشر صالح العاروري د صهیونستي پوځ په ډرون پروني برید کې وژل شوی دی.

العاروري د حماس غورځنګ د سیاسي برخې مرستیال مشر و او د وژنې مسولیت یې اسرایلي رژیم په غاړه نه دی اخیستی.

د رسنیو د راپورونو په حواله اسرایلي رژیم خپلو ټولو چارواکو ته د چپ پاتې کېدو امر کړی دی.

لبناني رسنۍ وایي، برید پرون مازیګر شوی او د نوموړي په ګډون ټول شپږ تنه په کې وژل شوي دي.

داسې انګېرل کېږي، چې ممکن دغه برید د سختو استخباراتي معلوماتو په پایله کې ترسره شوی وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته