ورزش

بيګ بير او پامير لوبه کوي او هېواد آرياته ماتې ورکړه

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٩ :
په هرات کې د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن مازيګر د بيګ بير او پامير د ټيمونو ترمنځ لوبې سره دوام مومي.
د هرات ولايت د فوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي د باختر  آژانس خبريال ته وويل چې د فوټبال دغوره ليګ سيالۍ د اتو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي اوپه پرونۍ لوبه کې دانصاري اوسرخ پوشانو ټيمونو لوبه په يو يو ګول سره برابره پاى ته ورسوله.
د يوبل خبرله مخې: په هرات کې دفوټبال دغوره ليګ  د دويم لاس سياليو نن سهار د هېواد او آريا د ټيمونو په لوبې سره دوام وکړ.
په دې  په زړه پورې او ګول لرونکې لوبه کې د هېواد ټيم ديوې په وړاندې په اوو  سره د آريا ټيم ته ماتې ورکړه.
خبرځاى وويل چې په هرات کې دفوټبال دغوره ليګ د دويم لاس دټيمونو سيالۍ د دولسو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي چې سبا د خراسان او د پيروزي ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته