ورزش

بيړۍ چلوونکو ورزشکارانو ته روزنيز ورکشاپ جوړ شو.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٩
د المپيک په ملي کميټه کې نن دبيړۍ چلونې روزنيز ورکشاپ جوړ شو.
د المپيک دملي کميټې دخپرونو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې ورکشاپ کې ددغې ورزشي څانګې ٧٢ تنه ښوونکي او لوبغاړي د دريو ورځو لپاره دبيړۍ چلونې لارې چارې په عملي او نظرى ډول زده کوي.
ديادونې وړ ده چې ددغه ورکشاپ برخه وال به خپلې عملي زده کړې په قرغې بند کې زده کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته