کابل باخترد غبرګولي شپږمه :
په سمنګانو ولايت ددره صوف ولسوالۍ دشباشک کان درا ايستلو په يوه سمڅه کې تيره شپه دکاربن مونو اوکسايد ګاز دخپريدو له امله پنځه تنه کان ايستوونکي ووژل شول اوڅلور تنه نور يې مسموم شول .
دشمال دډبرو سکرو دتصدۍ درياست فني مرستيال انجنير محمدعباس عرفان دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه په يوه خپل سرې استخراجي سمڅه کې چې دوه کاله مخکې تړل شوې وه رامنځته شوه چې له امله يې پنځه تنه کان ايستوونکي ووژل شول او څلور تنه نور يې مسموم شول .
ده ددغې پيښې علت په دغې استخراجي سمڅه کې دکاربن مونو اوکسايد ګاز خپريدل وبلل او ويې ويل چې دوژل شويو کسانو مړي دژغورنې دټيم له خوا له سمڅې څخه ايستل شوي اوکورنيو ته يې سپارل شوي دي .
ده زياته کړه چې ددغې پيښې دمسموم شويوکسانو حالت له درملنې وروسته مخ په ښه والي دى او دانديښنې وړنه دى .
دبر دره صوف دمسوولينو دڅرګندونو له مخې همدا اوس ددغې ولسوالۍ دشباشک او ددهانه تور په کانونوکې يوازې څلور دولتي فني سمڅې شته خو دغير فني او خپل سرو سمڅو شمير چې په زبرځواکو سيمه ئيزو کسانوپورې اړه لري څه دپاسه څلور سوه استخراجي سمڅې دي چې په هغو کې څه ناڅه اته زره تنه په غير قانوني ډول دډبرو سکرو په رايستلو بوخت دي .
دبر دره صوف ولسوالۍ مسوولين په خپل سر دکانونو دراايستلو په مخنيوي کې دامنيتي ځواکونو نشتوالي جدي ستونزه بولي او وايي چې په همدې دليل دوى دممنوعه او دغير قانوني اوخپل سرو سمڅو په تړلو بريالي نه شول او ددغو سمڅو خاوندان دخپلې شخصي ګټې په مقصد آن په خطرناکو سمڅو کې کارګران داخلوي او د ډبرو سکاره اسخراجوي .
ديادونې وړ ده چې د ډبرو سکرو ډير ستر کانونه د بر دره صوف په ولسوالۍ کې دي او دولت په تير مالي کال کې له دغو کانونو څخه څه دپاسه دوه مليارده اوپنځوس مليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي خو دکانونو او پتروليم وزارت دفني استخراج ، ضايعاتو ، دشخصي تونلونو ، دتحکيماتو او دکان ايستوونکو دسر د ساتنې په مقصد مشخص پلان نه لري چې بايد په دې برخه کې جدي پاملرنه وشي .
دغه کارګران په داسې حال کې په دغو کانونو کې وژل کيږي چې يوکال مخکې په دريو جلاجلا کليو کې ددهانه تور او دشباشک د ډبرو سکرو دوه ديرش تنه کارايستوونکي له منځه لاړل .