بهرنې سلاکاران خپل کار ته دستنيدولپاره تياري نيسې

کابل باختردکب دمياشتې١٣ :

 دايساف دمطبوعاتي دفتر يو تن مسوول ويلي دي : دافغانستان دادارو هغه بهرنې  سلاکاران به  چې  ددوو تنو امريکايې سلاکارانو له وژل کيدو وروسته يې  خپلي دندې  ځنډولي وې ، ډير ژر اړوندو ادارو ته ستانه شي.

دايساف دمطبوعاتي دفتر دغه غړى په افغانستان کې  دناټو دځواکونو دلوى قوماندان  جان الن له خولې ويلي دي  زه  افغاني ادارو ته دبهرنيو سلاکارانو له ستنيدوسره موافقه لرم .

په همدي حال کې ځينورسنيو دجان الن له خولي خبرورکړي دي چې ويلي يي دي دتيري اوونۍ له تاوتريخوالي ډکو پيښو سره سره  ناټو  له افغانانو سره دهمکاري په دوام   ژمن دي .

ده وويل  حاضر دي  په خپلو پښو له وسلې اوساتونکي پرته دکورنيو چارو وزارت ته ستون شي .

سياسي کارپوهان دجان الن له دغو خبرو څخه داسي نتيجه اخلي چې دي وايي چې حالت په عادي بڼه وښيي.

دکورنيو چارو وزارت تيره اوونۍ  ددوو تنو امريکايي سلاکارانو دوژل کيدو  ډگر و چې ديو ټيټ رتبه افغان پوليس له خوا ووژل شول .

ځيني کسان په دې عقيده دي چې  ٢٥ کلن عبدالصبور په احساساتوسره دبګرام په هوايي دګر کې دقرآن کريم دنسخو  دسوځيدوپه غبرګون کې په دې عمل لاس پوري  کړي دي .

جان الن وايي  چې دقران کريم  دنسخو دسوځولو په غبرګون کې  ددغه عمل په نسبت دافغانانو  دغبرګون له امله  حيران نه دي .

دي دمظاهره کوونکو له ولولو سره همغږي لري خو داټکي بايد دمنلو وړ وې چې دقران کريم دڅو نسخو سوځول يوه تيروتنه ده خو ويلي يي دي چې دقران کريم او داسلام په عظمت پوهيږي . او اسلامي  عقايد اودمسلمانانو غبرګون ده ته ددرناوي وړ  دي .

ويل شوي دي  چې دبهرنيو ځواکونو پنځه تنه عسکردکلام الله مجيد دڅونسخو دسوځولو په پيښه کي ښکيل دي چې دنړيوالو ځواکونوله خوا نيول شوي دي.

دناټو مسوولينو په بګرام کې ويلي دي  چې دغو پنځوتنو دقران کريم نسخي  په دې فکر چې دبنديانو  دموادو يوه برخه ده سوځولي دي.

دناټومقاماتو ددغو پنځو تنو هويت اومليت  نه دي افشا کړي. ښايي ددغې پيښې عاملين  دخپلو رتبو دله لاسه ورکولو له خطرسره مخامخ شي .

ديادونې وړ ده چې  له ٢٠٠٧ ميلادي کال را په دې خوا اويا تنه بهرني عسکر چې زياتره يي امريکا يان وو دافغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته