بهرنیو چارو وزارت کې د یوې سرچینې تائید؛ اکرام الدین کامل په ممبي کې سرپرست کونسل ګومارل شوی

کابل، د لړم ۲۲ مه، باختر

له بهرنیو چارو وزارت څخه یوې معتبرې سرچینې باختر اطلاعاتي اژانس ته تائيد کړه، چې حافظ اکرام الدین کامل د هند په ممبي ښار کې د اسلامي امارت له لوري سرپرست کونسل ټاکل شوی دی.

کامل د نړیوالو حقوقو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي او مخکې تر دې د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي ‏همکاریو او سرحدي چارو ریاست معاون پاتې شوی دی.

نوموړی اوس مهال ممبي کې دی او هلته د اسلامي امارت د ډيپلومات په توګه دنده ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته