بهرنيوهېوادونوته د ځوانانو دغيرقانوني مهاجرت له امله دديني عالمانو انديښنې
کابل باختر دوږي دمياشتې ٦ :
په هرات ولايت کې ديني عالمانو اروپايي او امريکايي هېوادونو ته د ځوانانو له خطره ډکو سفرونو د زياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړه.
د هرات په مرکز او اړوندو ولسواليو په جامع جوماتونوکې د جمعې د لمانځه په خطبوکې ديني عالمانو له مسوولينو څخه ځوانانو ته دکار د فرصتونو د رامنځته کولو او د امنيت د تامينولو په برخوکې د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د هرات والي محمدآصف رحيمي چې د جمعې لمونځ يې د باغ سفيد په جامع جومات کې ادا کړ؛ په زياترو اروپايي هېوادونوکې د زده کړې خاوندو ځوانانو د برخليک په باب خواشيني څرګنده کړه.
په داسې حال کې چې ويل کيږي هره ورځ په سلګونو تنه ځوانان د وزګارتيا او نا امنۍ له امله اروپايي هېوادونو ته له خطرو ډکو غيرقانوني سفرونو څخه مخه کوي؛ ديني عالمانو د جمعې د لمانځه د خطبو په بهيرکې د دغو غيرقانوني سفرونو د منفي پايلو له امله خبردارى ورکړ.
د باغ سفيد د جامع جومات خطيب وايي: که چېرې په ټولنه کې ځوانانو ته د کار زمينه برابره او امنيت تامين شي؛ هره ورځ يو زيات شمېرځوانان دبهرنيو هېوادونو په لور نه سرګردانه کيږي .
دغه ديني عالم دغه راز د ولايت له مقام او له دولتي مسوولينو څخه ديو شمېر کافي شاپونو له خاوندانو سره چې په هغوکې غيرقانوني او غيراخلاقي کارونه ترسره کيږي؛ د جدي چلندغوښتنه وکړه چې د ځوان نسل د بې لارې کولو سبب کيږي .
د هرات والي رحيمي دکافي شاپونو ستونزو ته د حل د بنسټيزې لارې د پلټنې په خاطر له خلکو سره ژمنه وکړه او ويې ويل چې ډير ژر به په دې باب اقدام وکړي.
د هرات والي هم د ځوانانو نامعلوم او له خطره ډک سفرونه د انديښنې وړ وبلل او له کورنيو څخه يې وغوښتل چې د دغو سفرونو مخه دې ونيسي.
دغه لوړ رتبه دولتي مقام له کورنيو څخه وغوښتل چې خپلو ځوانانو ته لارښونه وکړي ترڅو له خطره ډک دغه تګلوري څخه ډډه وکړي او خپل راتلوونکې تباه نکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې د وحدت لمونځ د هرات ښار په ستر جامع جومات کې هم د هېواد د لويديځې حوزې د عالمانو او روحانينو د عالي شورا د رئيس شيخ الحديث مولوي خداداد صالح په امامت ادا شو.
د شورا رييس د جمعې د لمانځه د خطبو په بهيرکې د اسلامي ټولنو د ستونزو اساسي علت له دينې لارښوونوڅخه د مسلمانانو لرې والى وباله او له لمونځ کوونکو څخه يې وغوښتل چې د خپل مسلمان ورور د عيب له ويلو څخه دې ډډه وکړي او غيبت دې ونه کړي.