بهاماس هېواد هم فلسطین د یو رسمي دولت په توګه په رسمیت وپېژاند
نړۍ، د غوايي ۱۹مه، بهرنۍ رسنۍ
په امریکا لویه وچه کې د کربین جزایرو اړوند د بهاماس هېواد د بهرنیو چارو وزارت پرون سه شنبې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې فلسطین یې د یو رسمي دولت په توګه پېژندلی او په دې برخه کې د کربین هېوادونو له ټولنې سره یو ځای شوی دی.
بیان کې وړاندې راغلي، چې بهاماس په ۱۹۷۳ زیږدیز کال کې خپلواک شوی او د دغه ارزښت د ترلاسه کولو په برخه کې د فلسطین د خلکو ملاتړ کوي.
د تېرې اوونۍ په اوږدو کې ټرېنېډاډ او ټوباګو حکومتونو هم فلسطین په رسمیت پېژندلی وه او تر هغې وړاندې ځینې نورو هېوادونو هم ورته اقدامات کړي دي.