بنیادي خدمت؛ اسلامي امارت اخر هم د خپل کار پایله ولیدله
تبصره
تازه د نشه یي توکو د کر، تولید او کار او بار په برخه کې د هېوادونو په کچه درجه بندي اعلان شوې، چې میانمار هېواد په کې لومړی راغلی، هغه پایله چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وړاندې هر کال د افغانستان په برخه رسېدله.
که څه هم هېواد کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته نړۍ په وار وار اقرار کړی، چې افغانستان کې د نشه یي توکو کر، تولید او کار او بار د پام وړ کم شوی او په ځینو مواردو کې ان صفر ته راټیټ شوی، خو په دغې برخه کې په نړیواله کچه له مقام څخه د افغانستان لوېدل بیخي په ډاګه کوي، چې دلته په ریښتیا هم مبارزه روانه ده او دغې برخه کې د اسلامي امارت ګامونه بیخي پاخه پورته شوي دي.
تر دې مخکې افغانستان د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د اداري فساد په برخه کې هم خپل مقام له لاسه ورکړی وو او د جدول تل ته غورځېدلی دی.
د دا ډول مقامونو د له لاسه ورکولو یوه ګټه دا ده، چې هېواد په نړیواله کچه له بد نوم خپلولو څخه ژغورل کیږي او بل دا چې د نشه یي توکو د کار او بار په صورت کې جګړې رامنځته کیږي، چې دا هم د هېواد لپاره ښه زېری دی.
دغه راز تېرو دوه نیمو کلونو کې زرګونه روږدي د اسلامي امارت له لوري او د الله(ج) په نصرت د بیا ځلې ژوند څښتنان شوي، چې دا د هېواد او هېوادوالو لپاره بیخي بنیادي خدمت دی.