بنګله ديش په پروان کې يو ښونځى جوړوي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دبنګله ديش دبرګ موسسې له خوا په پروان کې يو ښونځى جوړيږي، دپروان ولايت دپوهنې رياست دخپرونو مسول حفيظ الرحمن صالحى د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه ښونځى دبنګله ديش دبرګ دموسسې له خوا د دوه زره مربع متره ځمکې په ساحه کې دپروان ولايت په مرکز پورې اړوند دلغماني په کلي جوړيږي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په ودانۍ کې پنځه درسي او يو اداري خونه او نور ملحقات په پام کې نيول شوي دي چې دڅه دپاسه دوو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
ديادونې وړ ده چې دبنګله ديش دبرګ موسسه ددغه شان ښونځيو په جوړولو سره له لومړى ټولګي څخه تر دريم ټولګي پورې زده کونکې روزي او وروسته دپوهنې رياست ته يې سپاري.
ددغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسمو کې دبرګ موسسې مسولينو ، سيمې مشرانو او دپوهنې کارکوونکو ګډون کړي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته