سیاست

بنسټيز کول دافغانستان دحکومت يوه لاس ته راوړنه ده .

-کابل باختر دلړم دويمه : حکمت خليل کرزي دمخه ښې په هغو مراسمو کې چې دبهرنيو چارو وزارت له خوا پرځاى شوي و وويل چې دبهرنيو چارو وزارت د لوړ ظرفيت لرونکى دى . دباختراژانس دخبرله مخې ، دبهرنيو چارو وزارت پخوانى سياسي معين په دغه وزارت کې ظرفيت جوړونه وستايل او ويې ويل چې په دغه بنسټ کې زيات کسان شته چې کولاى شي له افغانستان څخه بهر دنمايندګى لپاره واستول شي . دبهرنيو چارو وزارت دپخواني سياسي معين دڅرګندونوله مخې، بنسټ جوړونه دافغانستان دحکومت يوه لاس ته راوړنه ده بايد دغه لاس ته راوړنه دسياسي چلندونوقرباني نه شي . ده زياته کړه تراوسه پورې يې دافغانستان سياسي دستګاه فعاله ساتلې ده او په سيمه او نړۍ کې يې انډوليز سياست تعقيب کړى دى له دې امله حکومت دې بايد داسې سياست غوره کړي چې دهېوادونو ترمنځ انډول ټينګ کړي . ديادونې وړ ده چې حکمت خليل کرزي تيره اوونۍ له خپل مقام څخه استعفا وکړه . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته