خبرونهTOPنړۍ

بمي چاودنه؛ رفح کې اته اسرایلي سرتېري وژل شوي

نړۍ, د غبرګولي ۲۶ مه, بهرنۍ رسنۍ
اسرایلي پوځ نن شنبې مازیګر خبر ورکړی، چې اته غړي یې د غزې په سویل رفح ښار کې نن سهار په ځایي وخت پنځه بجې هغه مهال ووژل شول، چې پر زغروال پوځي موټر یې چاودنه وشوه.
د پوځ په وینا دغه عسکر له شپنیو عملیات د بېرته راستېدو پر مهال وژل شوي دي
د پوځ په وینا وژل شویو کې یو افسر هم شامل دی
اسرایلي رسنیو په روانه جګړه کې دا دویم مرګونی برید بللی دی.
تر دغه برید وړاندې د روان کال په جنوري میاشت کې د فلسطیني مجاهدینو یو بل برید کې ٢١ صهیونست پوځیان وژل شوي و.
د رسمي شمېرو له مخې د غزې په روانه جګړه کې د وژل شویو صهیونست اشغالګرو شمېر ٦٠٧ تنو ته ورسېد
دغه شمېر وژل شویو عسکرو کې ٣٠٠ یې د جګړې په لومړۍ ورځ د حماس په ډلیز برید کې او ٣٠٧ نور یې غزه کې د ځمکنۍ جګړې په ترڅ کې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته