سیاست

بلغاريا دخپلو ځواکونو يوه برخه له افغانستان څخه باسي .

کابل باختر دمرغومي ا ته ويشتمه
  دبلغاريا حکومت له افغانستان څخه دخپلو ځواکونو ديوې برخې د ايستلو تصميم نيولي دي .
دباختر اژانس دخبر له مخې، بلغاريا چې داروپا داتحاديې يو غړى هيواد بلل کيږي دخپلو ځواکونو ديوې برخې ايستل چې دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې ديره دي تصويب کړى دى او ټاکل شوې ده دغه ځواکو نه دمارچ ترمياشتې پورې خپل هيواد ته ستانه شي .
  همدا اوس دبلغاريا نږدې شپږ سوه تنه پوځيان دايساف دځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې شته او ددغه هيواد نور ځواکونه ټاکل شوې ده . د ٢٠١٤ ميلادي کال ترپايه پورې دقندهار په هوايي ډګر کې خپلو دندو ته دوام ورکړي او له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دبلغاريا پوځي سلاکاران په افغانستان کې دناټو دماموريت په چوکاټ کې پاتې کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته