کابل د وږي ۱۳ مه، باختر
د بلخ ځايي مسوولینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د موټرو په یوه کارخونه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت دوه ډوله نوي موټر جوړ کړي دي.
په بلخ ولایت کې د امين نور شرکت مسوول حبيب الله بارکزی وایي، چې په دې کارخونه کې يې دولس ډوله موټر او بار وړونکي بايسکلونه جوړول او د روان کال په ترڅ کې یې د ۶ میلیونه افغانیو په پانګونې سره دوه ډوله نوي موټر هم جوړ کړي دي.
په دې کارخونه کې څلور ۲۴ ډوله بټرۍ هم توليدېږي، چې د هېواد په ۲۰ ولايتونو کې پلورل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد موټر برقي او پطرولي دي، چې په نږدې راتلوونکي کې به بازار ته وړاندې شي.
هېره دي نه وي، چې په یاده کارخونه کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.