خبرونهامنیت

بلخ کې څه باندې ٢٠٠ پوځي وسایط بیا رغول شوي دي

کابل، د غبرګولي ١٠مه، باختر
د ٢٠٩ الفتح قول اردو مسوولینو په دغه قول اردو کې د ورکشاپ آمریت له لوري د ٢٢٠ بېلابېل ډوله پوځي وسایطو د بیا رغولو او ګټې اخیستنې ته د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچينې باختر آژانس ته ویلي، چې په ٢٢٠ ډول ډول بیا رغول شویو پوځي وسایطو کې ١٥٠ رینجر، ٧ کرېن، ٣٠ انټرنيشل او ٤٠ هاموې ټانګونه شاملې دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره تر دې دمه په یاد قول اردو کې سلګونه بېلابېل پوځي وسایط او وسلې بیا رغول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته