کابل د وږی ۲۷مه، باختر
د بلخ ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۹ کوچنیو بندونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د یاد ولایت په البرز، چمتال، شولګرې او کشنده ولسوالیو کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په مالي ملاتړ د ۲۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ کوچني بندونه چې ۳۶ زره ۹۵۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په یادو پروژو کې لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.