بلخ کې د ۲۳ تنو رواني ناروغانو درملنه وشوه
کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د شمال زون د افغاني سرې میاشتي د بلخ په ګډون د جوزجان، فاریاب، سرپل او سمنګان ولایتونو د ۲۳ تنو رواني ناروغانو درملنه کړې ده.
د شمال زون د افغان سرې میاشتې رئیس قاري محمدیونس معصومي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې یاد صحي مرکز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په هدایت سره سم د شمال زون په سطحه جوړ شوی، چې په تېرو ۹ میاشتو کې ۱۳۷ نارینه او ۲۸ ښځینه رواني ناروغانو درملنه شوې.
د یادونې وړ ده، چې د یاد روغتیایي مرکز په همکارۍ ۱۷۶ نارینه او ۱۶۷ ښځینه رواني ناروغانو درملنه په خپلو کورنو کې روانه ده چې د سرې میاشتي ریاست له لورې درمل ورکول کېږي.