بلخ کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت پر یوه سړک د کانګرېټ اچولو چارې پیل شوې
کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر
مزارشریف ښاروالۍ له خوا د دغه ښار په اتمه ناحیه کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت پر یوه سړک د کانګرېټ اچولو چارې پیل شوې.
د یاد سړک چارو د پیل په مراسمو کې د مزارشريف ښاروال حاجي محمد کاظم طارق وويل چې د مزارشریف په اتمه ناحیه کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نوبهار کارتې لومړی سړک چې ۷۲۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري د کانکرېټ کولو چارې یې پیل شوې.
طارق زیاته کړه د یاد سړک چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
په همدې حال کې د دغه سيمې يو شمېر اوسېدونکو د دغه سړک په رغولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د یادې پروژې د ښه تطبيق په برخه کې هر راز همکاريو ته چمتو دي.