بلخ کې د کورني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کابل، د لیندۍ ۱۵مه، باختر
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د کورني تولیداتو درې ورځنی نندارتون د ۱۵۰ غرفو په ګډون پرانیستل شو.
د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس د نندارتون پرانیستلو په مراسمو کې وویل: “الحمدالله د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د کورنیو فابریکو شمېر څو برابره زیات شوی او ګڼ شمېر ملي پانګوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.”
نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت پانګوالو او صنعتکارانو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې ژمن دی.

Ps20241254 2
ورته وخت کې د بلخ د کانونو او صنایعو رئیس امام الدین سنایي زاده وویل، دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، ملاتړ او بازار موندنې په موخه جوړ شوی چې په کې د بلخ، کابل، سمنګان، جلال آباد، هرات، فراه، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو بېلا بېل تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا ډول نندارتونونه د سوداګرۍ د ودې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره خورا مهم دي.
همداراز د بلخ د خوړو او درملو ادارې مسوول ډاکټر نجیب الله توانا وویل، سره له دې چې په هېواد کې د درمل جوړونې فابریکې فعالیت لري، خو افغانستان لا هم په کال کې شاوخوا د یو میلیارد ډالرو په ارزښت درمل واردوي.

Ps20241254 1
هغه له پانګوالو وغوښتل چې په هېواد کې پانګونه وکړي او د کورني تولیداتو ملاتړ وکړي.
د نندارتون ګډونوالو د دې ډول نندارتونونو د پرانیستې هرکلی وکړ او له چارواکو څخه یې وغوښتل چې په راتلونکي کې دې ورته نندارتونونه نور هم زیات کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې تر ۵۰ ډېر کورني او نړیوال نندارتونونه جوړ شوي، چې د صنعت او سوداګرۍ په وده کې یې اغېزمنه ونډه اخیستې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته