خبرونهښوونه او روزنه

بلخ کې د څه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د «المهتدون» په نوم یو دارالعلوم جوړ شو

کابل، د غوايي ۲۹مه، باختر

د بلخ د دشت شادیان اړوند پروژې ذولفقار سیمه کې د ۲۵ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د «المهتدون» په نوم یو دارالعلوم جوړ او نن د یو شمېر ځايي مسوولینو له لوري پرانیستل شو.

د دغه دارالعلوم د پرانیستې مراسمو کې د بلخ ولایت د پوهنې رئیس شیخ عبدالجلیل شهید خېل وویل چې نن ورځ د مدرسو په زیاتېدو سره د دې ملت هیلې راژوندۍ کېږي او ولس د علم لپاره خپل نسلونه علمي ډګرونو ته استوي، ځکه د دې هېواد مدرسې په تاریخ کي بې ساري دي او په دې ځای کې شاګردان په اسلامي روحیه سمبال روزل کېږي.

شهیدخېل زیاته کړه، چې دا دارالعلوم پر ۴ جریبه ځمکه جوړ شوی او ټولې چارې یې د ۳ کلونو په موده کې بشپړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته