خبرونهاقتصادټولنه

بلخ کې د څه باندې ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د مزارشریف ښاروالۍ له لوري د دغه ښار په څلورمه ناحیه کې د ترکیې او پاکستان کونسلګریو ترمنځ د غځېدلي سړک د پخولو چارې پیل شوې.
په همدۍ موخه جوړو شویو مراسمو کې د مزارشریف ښاروال محمد کاظم طارق وویل چې د دغه سړک چارې یې د خلکو په غوښتنه پیل کړې چې د دغه ښاروالۍ له بودجې څخه به د ۲۲ میلیونو او ۴۰ زره افغانیو په لګښت په اساسي توګه ورغول شي.
ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دغه سړک د پخولو چارو په پیل خوښ دي او وایي چې په جوړېدو سره به یې د دوی د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې روان کال د مزارشریف ښاروالۍ ۲۰ بېلابېلې پراختیایي پروژې په پلان کې لري چې له ډلې یې د ۱۰ پروژو چارې پیل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته