خبرونهاقتصادټولنهTOP

بلخ کې د «مولانا جلال الدین محمد بلخي» په نوم د لاسي صنايعو او کورني تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر
د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف کې د کار نړیوال سازمان په مرسته د «مولانا جلال الدین محمد بلخي» په نوم د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې نږدې ۱۳۰ لویو او وړو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي، چې په کې ۸۰ غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.
د دغه مراسمو په پیل کې د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره ټولو صنعتکارانو او سوداګرو ته د کار کولو او پانګونې ښه زمينه برابره شوې ده.
ابودریس په دغه نندارتون کې د ښځو د ګډون هرکلی وکړ او د ښځو څخه یې وغوښتل چې په ټولو برخو کې شرعي او اسلامي حجاب مراعت کړي‌.
همدارنګه د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس خادم محمد عابد په ټول هېواد کې د صنعتي او کورني تولیداتو د لا پرمختګ په برخه کې ټينګار وکړ او ویې ویل، چې هېواد کې د کوچنیو سوداګریو د بقا په ځانګړې توګه د ښځینه سوداګرو ملاتړ کوي او ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت مسوولینو د ټولو صنعتکارانو ترڅنګ ولاړ دی او هڅه کوي چې د هېواد صنعتي برخه لا پیاوړې شي.
بلخوا، د بلخ د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې ريیس اسدالله اسدي هم د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګڼي او وایي، هڅه کوي چې د ورته نندارتونونو په جوړولو سره د ځینو نړیوالو سازمانونو پام افغاني توليداتو ته را واړوي.
د هغه په وينا دغه نندارتون د افغاني تولیداتو د پېژندنې په موخه جوړ شوی او درې ورځې به دوام ولري.
د یادونې وړ ده چې په تېر یو نیم کال په موده کې په بلخ کې دا درېیم لوی نندارتون دی چې د ښځو په ګډون یو شمېر سوداګر او پانګه‌وال په کې خپل لاسي توکي او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته