بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار خانقاء بيارغول کېږي

کابل، د وري ۴مه، باختر
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار خانقاء بيا رغول کیږي.
د ياد رياست رئيس مولوي ذبيح الله نوراني د دې ترڅنګ په بلخ ولايت کې د زيات شمېر تاريخی آبداتو شتون د افغانستان د لرغوني کلتور او تمدن نښې يادې کړې او ويې وويل چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د پلار خانقاء په ۳۰ جريبه ځمکه بيا رغول کېږي.
د نوموړي په وينا يو شمېر کورنه، چې د يادې خانقاء ترڅنګ شتون درلود ځمکه يې استملاک شوې او په بدل کې يې د سيمې د اوسېدونکو لپاره نوي کورونه بيارغول شوي دي او ديرش جریبه ځمکه د يادې خانقاء د بيارغونې لپاره چمتو شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د بلخ ولايت اوسېدونکو هم د اطلاعاتو او کلتور رياست د دغه اقدام ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې په دې سره به يادې سيمې ته ګڼ شمېر سيلانيان ور مات شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته